ويب ډیسک
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټویټر له لارې په یو لړ پیغامونو کې د افغانستان خلکو ته د نوروز د دودیز جشن مبارکي ویلې او یو ځل یې بیا د نجونو ښوونځیو د خلاصدو غوښتنه کړي.
هغه ویلي: «هیله لرم چې سرپرست اسلامي حکومت د نجونو پرمخ د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې خلاصې کړي او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.»
کرزي د «ملي خبرو اترو په سملاسي پیل» هم ټينګار کړی دی.
نوموړي زیاته کړي : «تر هر څه زیات د ملي یووالي ټینګښت او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات تامین لپاره، چې د افغانستان د خلکو ارمان دی، د ملي خبرو اترو په سملاسي پیلیدو ټینګار کوم.»


