ويب ډيسک
له هغې وروسته چې د امریکا ولسمشر جوباېډن اوکراین ته پر روسیې د لرې واټن توغندیو د ویشتلو اجازه ورکړه، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اتومي وسلو د کارولو په اړه یو نوی سند لاسلیک کړ.
په دې سند کې راغلي، که چېرې یو غیراتومي هیواد د بل اتومي هیواد په مرسته پر روسیې برید وکړي، مسکو به دا برید د دواړو هیوادونو له لوري په ګډه وګڼي او د اتومي وسلې پر استعمال به فکر وکړي.
کرملېن وايي په نظامي دوکتورین کې دا نوی بدلون به روسیې ته آسانتیا رامنځته کړي چې لومړی اتومي وسله وکاروي.
د کرملېن ویاند دمتري پیسکوف خبریالانو ته ویلي د دې بدلون وروسته روسیه دا وړتیا مومي چې که چېرې پر روسیې یا بیلاروس د غیراتومي وسلو برید کېږي، پر وړاندې یې اتومي وسله وکاروي.
نوموړي تر دې مخکې د باېډن پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي وو چې هغه «د جګړې پر اور تېل پاشي» او په اړیکو کې شخړې او کشمکش زیاتوي.


