لیکنه :سهار ګوهر
پرون څو کسانو حکومت ته د منسوب مشر انس حـ.قاني صاحب یو غزل را ولېږه چې بیا مې پخپله هم په ټويټر کې ولید. څو څو ځلې مې ولوست او خوند مې ترې واخيست. خوند مې په دوو لحاظونو واخیست؛ یو دا چې پخپله غزل هم خبرې لرلې او دویم دا چې په رنګ رنګ کړاوونو کړېدلی او بیا اوس په سیاست او نورو اجتماعي مسایلو کې داسې ننوتلی سړی څنګه د غزل ځمکه داسې د ښکلا نازکو ګلونو ته پسته هوارولای شي چې وږمې یې زموږ احساس نازوي.
زړه مې دې ته وتخنېده چې یو څه پرې ولیکم، له عادته مجبور مه شئ، خو له تاسې څه پټه، یو څه و هم ډارېدم چې له حکومت سره په جنجال وا نه وړم، د دې وېرې دلیل مې یوازې ادبي نقد نه و، دا هم و چې یو وار مخکې مې چا اکاونټ په حکومت کې هغه د چا خبره غټايټو ته منسوباوه. هغې خبرې لږ زړهماتی کړی هم وم، لیکلو ته مې ګوتې ښې نه ورتلې. بیا ځينو ملګرو (البته چې مخامخ ورسره ناسته ولاړه لرم) ډاډمن کړم چې هيڅ خبره نه شته، خپل کار کوه. بل زما نور څه دي، فقط یو مات قلم چې هغه هم د ادب د یو ډېر ادنی شاګرد په حیث چلوم. که ډار یوې خوا ته واچوم او رښتیا خبره وکړم غزل ښکلی دی او د لیکلو انګېزه یې احساس دی، ځکه ښاغلي حـ.قاني یو عکس ورسره خپور کړی او له هغه عکس سره چا یوه جمله لیکلې وه: د باګرام په دېوالونو…
همدې جملې د ده احساس شعر ته پارولی دی، دغه ډول شاعران د پېښو په مقابل کې خورا حساس وي چې ناهنري او خاص موردونه یې هم خیال ته پينګې ورکولای شي. د قیاس په لحاظ یوه بله جالبه زما لپاره دا ده چې يو عام خلک دي چې شاعري کوي او یو مصروف، باصلاحیته او مسوول کسان دي، د جمهوریت په وخت کې یو ځل نقیب احمد عزیزي ليکلي وو چې «د ځینو نشه له نسوارو ور لوړه شي، شاعري پرېږدي.» مطلب یې ممکن دا و چې ځينې تازه عصري کېدونکي چې ځان لږ له عامې طبقې لوړ وويني، ادبیاتو ته شا ور واړوي، بیا ادبي غونډو ته خپل تګ هم کسر شأن ګڼي. دغه راز د امـ.ارت د ډېرو نورو مشهورو شاعرانو شاعري ورکه شوه، د ارامۍ د ډنډ په هوساينه کې لاهو شوه او که بې حسي پرې خوره شوه. د موسی شفيق په اړه هم مشهوره وه چې سیاست ادبیات ترې پاتې کړل. د ښاغلي حـ.قاني له مصروف او مسوول ژوند سره د شاعري موازي حرکت پخپله د دې وړ دی چې د سړي توجه ور واوړي، هغه هم داسې چې نه شعر خوشې کړي او نه ترې ايډيالوژيک شي. ځينې انسانان په ځان کې د جالبو تناقضاتو د پالنې هنر لري. د غزل مطلع ده:
نظر به د جانان پرېوت مدام په دېوالونو
موږ ځکه باید وکاندو اوس پام په دېوالونو
دغه بیت راته وايي چې د محبوب پر کوم دېوال نظر پرېوتلی وي، هغه هم په دې ارزي چې پام پرې وشي. د محبوب له یاده ډک شيان هغومره ښکلي وي لکه ګلبشره چې په تور څادر کې د طـ.الب جان په مات قلم پسې د جومات په بام در وګرځېده او چيغه یې کړه:
حجره شته طـ.الب یې نه شته
زه په حجره لکه تور مار وګرځېدمه
دې ته به نه ځو چې د تالیو او دریا د مېلو ملایان او د مینې او ټپو طـ.الب جان بیا څنګه د تاریخ جبر د درازکوف او پیکا د تورې ټکا او خونخوارې رڼا شا ته کېنول، دې ته به راشو چې دغه مطلع بېرته موږ ته د سولې د زمانې یاد را په زړه کوي، هماغسې زموږ د ذوق ګلبشره زموږ د یار د نظر جوماتونو ته متوجه کوي او نارې وهي چې د یار په نظر ښکلي شوي دېوالونه دنګ او په مینه رنګ وساتو. هغه معشوق چې نظر یې شیان ښکلي کوي، پخپله به څومره ښکلی وي؟
منمه چې بدن به یې ټول خاورو وي خوړلی
خو موږ یې لا تر اوسه وینو نام په دېوالونو
په دې بیت کې د تاریخ د تراژيدیکو او بوږنوونکو شپو غمیزه ننوتلې، یو څوک د یوه وېروونکي زندان دېواله ته دروي، د هغه د پرديسي، یوازېتوب او مظلومیت له کړیکو یوازې څو داسې ليکې د دېواله پر تندي ليک پاتې دي چې د خپل کمزوري بدن په ویرجنو وینو یې کش کړې دي. د یوه داسې تري تم اشنا د وینو لیک په دېوالونو کې خاموشې چيغې وهي چې ډېر منتظرې سترګې یې هره شېبه د راتګ په ښکالو پسې غړېږي.
د خاورو خوړل د مرګ معنا لري، خو شاعر یې مستقیم نه وايي، خاورو ته یې د ژوندي او خوړونکي موجود وجود ورکړی او د پيرسونفیکشن په مرسته موږ لا د ورک زنداني د خاورې خوړلي وجود مظلومانه ورکه احساسوو. د خاورو خوراک مو ډېر اورېدلی چې د ښېرا او خاکساري ضمني معناوې لري، مګر چې خاورې را ولاړېږي او یو څوک خوري، دا تعبیر ډېر پر احساس اغېزناک تمامېږي.
جلوې د خدای د فضل شي حلقې د سکون جوړې
موندلای نه شي ځان ته څوک ارام په دېوالونو
د غربت او خاني د ژوند د مقایسو په اړه مو بېلابېلې خبرې اورېدلې دي، خو دلته یو عجب مناسبت شعر ته دروني شکل ورکړی دی. «د خدای د فضل له جلوو جوړې د سکون حلقې» یو خوندور خيالانځور پنځولی دی، د ګڼو انتزاعي او حسي عناصرو له یو ځای کولو یو مرکب تصویر جوړول، شعر ته د معنا تر څنګ داسې ځانګړتیا ورکوي چې پر جمالياتي ذوق شغلې وشيندي. د ماڼيو خاوندان چې د خدای د فضل له حلقو دباندې پاتې شي، بیا مزحرف دېوالونه هغوی ته سکون او خوشبختي نه شي را حصارولای، له هماغو مرمرینو دېوالونو یې په منډه تښتېدای شي. دا مفهوم په فکري لحاظ له ديني احساساتو خړوبېږي خو له نصحیته لرې داسې يوه ژبه ورکړل شوې چې د انسان لاشعور ته اسانه کوزېدای شي. د حلقې او دېوال انحصاري مناسبت د مسرو تر منځ تړاو نور هم غښتلی کړی دی.
ډاکټر احسان الله درمل یو ځای ويلي وو:
په وران کنډر کې خوښ وي د پاخه فطرت خاوند
ډېر خام شته چې کورونه یې پاخه جوړ کړي دي
داسې ډېر پاخه خلک شته چې په خامو کورونو کې له عشرته او سکونته ډکه زندګي کوي، خو داسې کسان هم کم نه دي چې يوازې پيسې لري او خوشبختي او سکون پرې د مرغۍ پۍ دي. د خوب په ګولیو ویده کېږي او د ځانوژنې تر سرحده رسېدلي دي. د دغسې کسانو تفاوت ته متوجه کول یوه اجتماعي ـ اخلاقي مساله ده، مګر چې په هنري قوت بیان شوې ده، لذت هم ترې اخلو.
را لوېږي په پردیو اوږو بر ختلي خلک
تر څو به ځان بالا وساتي بام په دېوالونو
دغه بیت هم ډېر عالي دی، بیت الغزل به هم نه ورته وایم، ځکه دا نور بیتونه چې ورسره ګورو، انتخاب راته سختېږي. په دې کې مفکوره وړاندې شوې، یعنې په پردي زور کې قدرت دوام نه لري. نظریاتي شاعري په ټولنه کې د پديدو په اړه نوي تصورات عامولای شي، خو چې دا ايډيا له ايميج سره موازي وي، لا خوندوره وي. پر فکري شاعري چې خلک نیوکې کوي، وجه یې دا نه وي چې ولې محتوا لري، دلیل یې دا وي چې ولې یې محتوا بې خونده له ګوتو ایستلې ده. دلته په دویمه مسره کې د خپلې اولې مدعا لپاره مثل راوړل شوی او جالب دی، بام ځان د دېوالونو په اوږو ارتقاء او لوړوالي ته بیايي، خو دا لوړوالی ډېر موقتي او عارضي وي، لکه استاد پسرلی چې وايي:
ژوند تر قدرت هم، عارضي شی دی
ماښام ته لمر هم، وګوره لوېږي
د ښاغلي حـ.قاني د دغه بیت مفهوم د انسان عاطفه قانع کوي، ځکه خو عقل پکې خلي نه ماتوي او په ناخوداګاه ډول لوستونکی تسليموي چې هو والله په پردي قوت زور وهل اینده نه لري، مګر که د دویمې مسرې سلاست ته پام شوی وای، خوند به یې نور هم زیات و. د (بالا) کلمې د بیت افقي اهنګ پورته وړی، خو بیا چې وګورو د بام له لوړوالي سره تر (جګ) صفت (بالا) لا ښه مناسبت لري.
صحرا ځکه محبوبه ده چې هر سړی ور تلای شي
محل که ښايسته دی، دی ناکام په دېوالونو
په دغه بیت کې سیاسي دلالتونه هم پټ دي او د هنري بیان لپاره یې د صحرا او محل له پرتلنې کار اخيستل شوی دی. کاظم خان شیدا په یوه بیت کې صحرا د (صلح کُل) لپاره یوه پرانيستې غېږ بللې او خلک یې تشويق کړي چې بېتبعيضه د هر چا د سکون سبب شي:
ځای د روغ، د لېوني شه که هوښیار یې
صلح کُل د ځان پیشه لکه صحرا کړه
د حـ.قاني صاحب په بیت کې له صحرا سره متناقض شی محل هم یاد شوی او یو ګام نور هم د خپلې ايډيا د توضیح لپاره د ايميج خوا ته ور نږدې دی. دی د حسن تعلیل او سيمبولیزم په مرسته وايي چې د صحرا د محبوبیت راز دا دی چې هر شړلی، نهیلی او مات انسان پناه ور وړلای شي، غېږه یې ورته خلاصه ده او په خپله پراخه لمن کې یې د چا په شتون خاورین ټنډه نه تروېږي، خو محل له خپل شان و شوکت او تصنعي ښايست سره سره ناکام ځکه دی چې ځان په دېوالونو کې حصاروي او چا ته یې غېږه د صحرا د غېږې غوندې نه خلاصېږي.
د سیاسي خلکو شاعري سیاسي اشارې او دلالتونه هم لرلای شي او بیا چې بیت سیمبولیک وي لکه دلته چې صحرا، محل او دېوالونه سيمبولیک دي او رنګارنګ مدلولونه ایجادوي، مثلاً داسې یو مشر مو ذهن ته را تداعي کوي چې یوه حلقه ترې را تاو ده او هيڅوک د اوسپنې تر دې کلا نه شي ور اوښتلای، په نهایت کې مشر په خورا انزوا کې ساتل کېږي او یوازې هغه معلومات یې د تصمیم بنسټونه وي چې د ابن خلدون خبره، (حاجبې حلقې) ورته تراشلي وي. د جمهوريت په وخت کې اشرف غني یو ځل په یوه وینا کې افغانستان ښوو چې (جوړ مې که، که جوړ مې نه که؟) وجه یې دا وه چې ده ته ټول مثبت معلومات ور وړل کېدل او د غزني په سقوط به درېیمه ورځ خبرول کېده…
د حاتم طايي زوی (عدي بن حاتم) یو ځل د دې لپاره رسول علیه السلام ته ورغلی و چې وګوري پاچا دی که پيغمبر؛ نو په دې وخت کې یوه غریبه ښځه راغله، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته یې وويل چې کار مې دی، هغه ورته وفرمایل چې ووایه! دې ویل دې خوا ته درته وایم، دی ور ولاړ شو، هغې ویل دباندې په کوڅه کې درته وایم، دی ورسره ووت. عدي وويل چې دا پاچا نه دی، پيغمبر دی.
په مقطع کې یې راځي:
کيسې د محبت به مو انسه ښاپېرۍ شي
ليکلې مو په وینو د باګرام په دېوالونو
د کيسو ښاپېرۍ کېدل د خوبونو غوندې مفهوم دی، دا ډول شاعري د سورریالیزم د هنري مکتب خاصیت لري، دا سبک د خیال تر څنګ پر واهمه هم اغېز کوي. بې کيسو د ښاپېرۍ کېدو یو مبهم مفهوم را تداعي کوي او د لوستونکي شعور یې ژر نه مني یا یې نه شي تصور کولای، مګر کله چې په دویمه مسره کې د باګرام ټکي ته را رسېږو، قانع کېږو، ځکه د ذهني تصور دایره مکمله شي، ولې؟ ځکه چې باګرام له پخوا د ښکلا سیمبول دی، په همدې بنیاد په دې شعر کې د دوو ذهني باګرامونو وحدت وینو، یو د هغه باګرام چې انس حـ.قاني د اعدام ورځې ته پکې ساتل کېده او بل هغه باګرام چې له پخوا یې په شعرونو کې وینو، احساس کړی مو دی او ورسره اشنا یو، ښکلا یې مشهوره ده او د ترکو او ښاپېریو یو رنګین باغ دی.
د رحمان بابا بیت دی:
هم نغمې کاندي هم رقص کا هم خاندي
د رحمان په شعر ترکي د باګرام
په نهايت کې زما نظر دا دی چې انس حـ.قاني چې د سیاسي کورنۍ غړی دی، له پخوا یې کورنۍ نظامي او سیاسي حالات لیدلي، دوی ته په ميراث کې جرګې مرکې، جګړې او مبارزې پاتې دي، خو د دې زنداني طـ.الب بې عقدې روحیه موږ ته د ده د ځوان هنر د لا غوړېدو ډاډ راکوي. که شاعري یوازې خپلې طبقې ته د نورو ايډيالوژیکو کسانو غوندې ور و نه بښي، ډېرو قشرونو ته به یې د شاعرۍ او البته نظریاتي شاعرۍ رنګونه هم په مینه ور وبهېږي.
لویه لیکوالي او لویه شاعري تفاهم، مینه، زغم، پلورالیزم او صوفیانه احساسات عاموي او دا د بشر په خیر دي، کله چې دا هر څه هنري شي؛ نه محتوا پکې تته کېږي او نه یې ښکلا پیکه خېژي.
که څوک خپه کېږي نه، د امـ.ارت پخوانيو شاعرانو ته مې توصیه دا ده چې په پخواني احساس کې مکمل مدغم پاتې نه شي، نویو حالاتو ته دې ځير شي او شاعري دې یوازې د اعلامیې او شبنامې په سبک کې نه غورځوي.
زما تمه انس حـ.قاني ته په ادبي برخه کې هم ډېره شوه، دا خبرې مې د نږه ادبي صداقت له مخې پر دې غزل وکړې، البته را نه وشوې، نه یې والله که ملاقات غواړم او نه په دې پوهېږم چې ور و به رسېږي که نه، خو وايي:
میینه یم منکره نه یم
که شینکی خال مې د چړو په څوک ځینه
او:
د طـ.البانو میر به یار کړم
تر پېښوره به مې ټول لېورونه شینه


