سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په فعالیتونو او د دې...

پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په فعالیتونو او د دې ډلو د آزادو پناه ځایونو د شتون په اړه اندېښنه لري

ويب ډيسک

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې يو ځل بيا ويلي، “پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په فعالیتونو او د دې ډلو د آزادو پناه ځایونو د شتون په اړه اندېښنه لري. او پاکستان په دغې اړه د امريکې سره هم خبرې شوي دي.

پاکستان پرله پسې د اوږدې مودې نه تور لګوي او دعوه کوي چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې او په افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستان دغه تورونه او دعوې تل رد کړي دي.

ممتاز زهرا بلوڅ په افغانستان کې د ترهګرو د موجودګۍ، فعاليتونو او پناه ځايونو سره هغوی ته د ملاتړ خبره په داسې وخت کې کړې، د پاکستان د افغانستان سره په پوله پرتو دوه صوبو خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي او په ځانګړي ډول پاکستاني امنيتي ځواکونه په نخښه شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه