دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍآلمان له اوکراین ته دافع هوا سیستم ورکړی دی.

آلمان له اوکراین ته دافع هوا سیستم ورکړی دی.

ويب ډیسک

آلمان له اوکراین سره د وسلو په برخه کې د تازه مرستو په لړ کې دغه هېواد ته د پاتریوت په نوم دافع هوا سیستم ورکړی دی. اوکراین تمه لري چې د دې سیستم په مرسته د روسیې هوایې بریدونه شنډ کړي.
د آلمان حکومت په خپل ویبسایټ کې له اوکراین سره د خپلو مرستو په لړ کې اعلان کړی دی چې د پاتریوت په نوم هوایي سیستم یې اوکراین ته تسلیم کړی دی. د آلمان د خبرې آژانس په حواله، په دې وروستیو کې د دغه هوایي دفاعي سیسټم عملیاتي ټیمونه چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا روزل شوي، په خپلو ګډو تمرینونو کې د ناټو غړي په یوه هېواد کې خپل ځواک ښودلی دی.

په دې ډول د اوکراین د هوایي دفاع سیستم کارکوونکي اړینې زده کړې ترسره کړي، ترڅو وکولای شي په بریالي توګه د پاتریوت سیستم د روسیې هوایې بریدونو پر وړاندې د دفاع له پاره وکاروي.پاتریوت د نړي په کچه د هوایي دفاع له پاره تر ټولو مډرن سیستم دی.

د هوایي دفاع دا سیستم کولای شي د الوتکو، بالستیکي راکټونو او کروز توغندې پر وړاندې وکارول شي.

آلمان د امریکا له متحده ایالاتو سره پرېکړه کړې وه چې د هوایي دفاع مډرن سیسټم اوکراین ته په واک ورکړي ترڅو دا هېواد د روسیې یرغل پروړاندې خپله دفاع وکړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه