دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهنړيوال باید د افغانستان په مقابل کې مسؤولیت احساس کړي.

نړيوال باید د افغانستان په مقابل کې مسؤولیت احساس کړي.

ويب ډیسک

په پراګ کې د افغانستان سفیر وایي، نړۍ باید د بشردوستانه او نړيوالو دلایلو له مخې ځان د افغانستان په مقابل کې مسوول احساس کړي.

نوموړی په دوحه کې د افغانستان د ځانګړو استازو راتلونکې ناستې ته په اشارې وایي، یاده غونډه دا اطمینان رامنځته کوي چې افغانستان لا هم د نړۍ د توجه وړ هېواد دی.

اریوبي ټينګار کوي چې افغانستان سره د بشري مرستو د دوام او د موثر او شفاف وېش لپاره باید لارې چارې ولټول شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد تېره شپه ویلي ؤ، چې دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه جوړېږي. هغه د یادې غونډې په اړه یې نور جزئیات نه دي روښانه کړي.

#UN #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه