دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شوی

افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شوی

ويب ډیسک

د امريکا د دفاع وزارت پخوانۍ مرستیاله سیمون لیډین، وایي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځالې بدل شوی او متحده ايالات نور د نړۍ لپاره د باور وړ همکار نه دی.

لیډین له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر پروسې د نیوکې په لړ کې ویلي، امریکا په افغانستان کې ډېر خلک پرېښودل، چې اوس د تا.لبانو له لوري ځورول او وژل کېږي.

لیډین ویلي، یوازې په ۲۰۲۲ کال کې ۹۸ هغه کسان له سویلي پولو امریکا ته داخل شوي چې د ترهګرو د څار په لیست کې ؤ او همدارنګه له افغانستانه ۳۲۴ داسې کسان تخلیه شوي چې د دفاع وزارت د څارنې په لېستونو کې موجود ؤ.

د دفاع وزارت دا پخوانۍ چارواکې یادې نیوکې په داسې وخت کې کوي، چې له تېرې څه مودې راهيسې د کانګرس له لوري پر بايډن نیوکه کېږي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه یې سمه نه وه مدیریت کړې.

#Afghanistan #USA

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه