ويب ډیسک
د خرسون له نښتو وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له هغو سیمو لیدنه کړې چې د دغه هېواد د پوځ لخوا نیول شوي دي.
د کرملین ماڼۍ وايي، پوتین د دغه سفر په ترڅ کې د خرسون او لوهانسک سیمو او د ملي ګارد له مرکزي دفتره لیدنه کړې.
د روسیې ولسمشر د دغه لیدنې په لړ کې د پوځي قوماندانانو نظرونه د اوسني حالاتو او راتلونکو پلانونو په اړه اورېدلي دي.
د خرسون، لوهانسک او زاپورېژیا سیمې له هغو څلورو سیمو څخه درې دي چې پوتین د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له خپل هېواد سره د یوځای کېدو اعلان یې کړی ؤ.
دغو سیمو ته د پوتین د سفر د وخت په اړه څه نه دي ویل شوي.


