ويب ډیسک
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان کې هره ورځ ۱۶۷ ماشومان روغتیایي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
دغه سازمان ویلي، موږ باید د ژوند ژغورلو او د میندو او ماشوم روغتیا ته د وده ورکولو لپاره ګړندی عمل وکړو.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې افغانستان کې د روغتیايي سیستم د پرځېدو خبرداری ورکړی ؤ.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی او ډېری خلک د ژوند له لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي او روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.


