دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍپاکستان : له نږدې څلورو میاشتو وروسته خپل سفیر یو ځل بیا...

پاکستان : له نږدې څلورو میاشتو وروسته خپل سفیر یو ځل بیا روانه اونۍ افغانستان ته ولېږي.

ويب ډیسک

‏د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې له نږدې څلورو میاشتو وروسته خپل سفیر یو ځل بیا روانه اونۍ افغانستان ته ولېږي.

د راپورونو له مخې دا پرېکړه له امیرخان متقي سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري له ټيلیفونې اړیکې وروسته شوې ده.

ويل کېږي، د پاکستان سفیر به له کمکي اختره مخکې کابل ته ستون شي.

په کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظاماني څلور میاشتې مخکې، د پاکستان پر سفارت له یوه برید وروسته خپل هېواد ته ستون شوی ؤ. د یاد برید مسؤلیت د داعش خراسان څانګې منلی ؤ.

د پاکستان تر څنګ د سعودي عربستان ډيپلوماتان هم له کابله وتلي ؤ. د تا.لبانو ویاند هغه وخت ویلي ؤ چې یاد ډیپلوماتان د یوې روزنې لپاره تللې او اونۍ وروسته به بېرته را ستانه شي، خو تر دې دمه یې د ستنېدو رسمي خبر نه دی خپور شوی.

بله خوا تا.لبانو ویلي قزاقستان هم ورسره منلې چې په هغه هېواد کې به یې ډیپلوماتان ومني.

‎#Afghanistan ‎#Pakistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه