دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهخوړو نړیوال سازمان: موږ باید هغه ۲۰ میلیونه افغانانو ته رسېدنه...

خوړو نړیوال سازمان: موږ باید هغه ۲۰ میلیونه افغانانو ته رسېدنه وکړو چې خوړو ته اړتیا لري

ويب ډیسک

‏د خوړو نړیوال سازمان مشره سیندي مک‌کین وایي، موږ باید هغه ۲۰ میلیونه افغانانو ته رسېدنه وکړو چې خوړو ته اړتیا لري.

مک‌کین ویلي، چې له دغه ۲۰ میلیونه ۱۰ میلیونه یې ښځې دي او ښځې د ټولو اړخونو لپاره اړینې دي.

د خوړو نړیوال سازمان له دې وړاندې خبرداری ورکړی ؤ که په راتلونکو ورځو کې ورته مرستې ونه رسېږي، افغانستان کې به ۹ میلیونه وګړي له لوږې سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له اقتصادي ناورین سره مخ شوی او ګڼ شمېر افغانان بې روزګارۍ سره لاس او ګرېوان دي.

‎#Afghanistan ‎#WFP

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه