دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګرو ملتونه وايي ، سيمه‌ييزو ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنه...

ملګرو ملتونه وايي ، سيمه‌ييزو ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنه کړي، دوی له افغانستان نه ووځي .

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) مشر اخیم شټاینر وايي، که طالبان د ملګرو ملتونو سيمه‌ييزو ښځينه کارکوونکو ته د کار اجازه ورنه کړي، دوی به راتلونکې (مې) مياشت کې زړه بوږنوونکی تصميم ونيسي او له افغانستانه به ووځي.

د نوموړي په وينا، دغه تصميم وروسته له هغې نيول کېږي، چې د ملګرو ملتونو چارواکو ت.الب مشرانو سره څو مياشتې په دې اړه مذاکرات وکړل چې دوی دې د ښځينه کارکوونکو کار بنديز لغوه کړي.

ښاغلي شټاينر زیاته کړې، فکر کوم له زړه ماتې پرته بله لاره نشته. که تصور وکړم چې ملګري ملتونه نن افغانستان کې نشته، نو دا تصور په دې معنی دی چې ميليونونه نجونې، هلکان، پلرونه او ميندې به افغانستان کې د خوړو لپاره څه ونه لري.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر ويلي، “طالبانو ۲۰۲۱ کال کې په خپل راتګ سره یوه خشن رژيم عملي کړی دی. هغوی يو ځل بيا په عام مظهر کې د اعدامولو او د ښځو حقونو بنديزونو په شمول خپلو تر ټولو بدنامه اعمالو ته ورګرځېدلي دي.”

د م.م دغه لوړپوړي چارواکي په وينا، د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو ډېر محدوديتونه لګول اساسي شېبې ته نږدې کېدل دي او زموږ تمه دا ده چې سليم عقل حاکم شي.

ملګري ملتونه داسې مهال په دې تړاو ت.الب مشرانو ته ګوت‌څنډنه کوي، چې د امریکا په شمول د جي ۷ ډلې غړو هېوادونو هم له افغانستان سره د مرستو د پرېکون ګواښ کړی دی.

#UN #Afghanistan

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه