ويب ډیسک
د یوې رسنۍ د رپوټ پر بنسټ د «جنرل اټومکس» په نوم یو امریکایي شرکت اوکراین ته یوازې د یوه ډالر په بدل کې پر مختللی ډرون یا بې پیلوټه الوتکې ورکوي. د «وال سټریټ ژورنال» رسنۍ د رپوټ پر بنسټ له دې سره به دغه هیواد وکولی شي په راتلونکي کې د روسیې د یرغلیزو بریدونو دفاع وکړي. په هر حال د MQ-9 ریاپر Reaper ډول بې پیلوټه الوتکو لیږدول د امریکا متحده ایالاتو د حکومت تائید ته اړتیا لري. سربیره پر دې د دغو ډرونو چمتو کول، انتقال او ساتنه به کیف ته د میلیونونو ډالرو په بیه تمامه شي.


