ويب ډیسک
د طالبانو اقتصادي کمیسیون په نننۍ غونډه کې د اوبو او برښنا وزارت ته سپارښتنه شوې چې له هندي شرکت سره د ارغستان بند د رغونې تړون فسخه کړي.
یاد وزارت ته ویل شوي چې د تداکاراتو کمیسیون له لارې دې دا تړون فسخ شي او د سروې، ډیزاین او رغونې تړون دې یې بیا داوطلبۍ ته وسپارل شي.
کمیسیون د دې تړون د لغوه کولو دلایل نه دي روښانه کړي.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره سم، هند په افغانستان کې خپل ډیپلوماتیک حضور پايته رسولی دی.
شاوخوا یوه مياشت وړاندې راپورونه ورکړل شول، چې دغه هېواد افغانستان کې د خپل ډیپلومتیک حضور د امکاناتو ارزونه کوي، خو لا په دې په اړه پرمختګ نه دی شوی.


