دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمحسن داوړ وايي : پاکستان دولت چمتو نه دی چې افغانستان کې...

محسن داوړ وايي : پاکستان دولت چمتو نه دی چې افغانستان کې له خپل معيوب سياسته لاس واخلي

ويب ډیسک

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلسون او د پاکستان لپاره د اروپايي ټولنې سفيرې رينا کيونکا سره په ليدنه کې مې د افغانستان وضعيت، هغه انساني ناورين چې پر ميليونونو افغانانو يې اغېز کړی او پښتونخوا کې د ترهګرۍ ډېرېدو په تړاو خبرې اترې وکړې.

محسن داوړ پېښور کې له خونړي بريد وروسته ويلي ؤ، پښتونخوا له يوې نوې جګړې سره مخ ده او د پښتنو وژنه دوام لري. دولت چمتو نه دی چې افغانستان کې له خپل معيوب سياسته لاس واخلي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد‌صادق هم تېره ورځ توماس نيکلسون سره د ليدنې په اړه خبر ورکړ او ويې ويل، چې افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د ملاتړ سربېره يې پر یو شمېر موضوعاتو ورسره خبرې کړي.

خو د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي لا تر دې دمه د دې ليدنو په تړاو څه نه دي ويلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه