سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه وايي: ۲۸.۳ ميليونه تنه په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو...

ملګري ملتونه وايي: ۲۸.۳ ميليونه تنه په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو ته اړ دي.

ويب ډیسک

ملګري ملتونه وايي، د روان زېږديز کال جريان کې ۲۸.۳ ميليونه تنه په افغانستان کې د ژوند ژغورونکو مرستو ته اړ دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ويلي، اقتصادي کړکېچ، اقليمي بدلون، لوږه او د نښتو اغېزې په افغانستان کې د اړتیاوو د ‌ډېروالي لاملونه دي.

په ورته وخت کې طالبان وايي، د تېرې يوې اونۍ جريان کې د واورې ورېدو او سړې هوا له امله ۷۰ تنه مړه شوي او څه باندې ۷۰ زره څاروي تلف شوي دي.

اوچا له دې وړاندې هم ويلي ؤ، چې د بشردوستانه مرستو برخې همکاران اړمنو کورنيو سره د تودوونکو وسايلو، د سوند توکو لپاره د نغدو پيسو او ګرمو لباسونو په ګډون د ژمنیو کڅوړو مرسته کوي؛ خو د طالبانو له لوري په غير دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو له بنديز وروسته د مرستو د وېش لړۍ سخته اغېزمنه شوې ده.

سره له دې چې، افغانې کورنۍ له ‌‌ډېرو ستونزو سره مخ دي او ژمي د خلکو اندېښنې ډېرې کړي، خو طالبانو بيا هم تر اوسه ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه