ويب ډیسک
د افغانستان جګړې په اړه د امريکا افشا شوي پټ اسناد چې ABN رسنۍ تر لاسه کړي ښيي چې امریکا پر افغانستان د پوځي یرغل له هماغه پیله تکل درلود چې د ماتېدو په صورت کې پړه پر افغانانو واچوي.
ددغو اسنادو له مخې، د امریکا د دفاع پخواني وزیر ډونالډ رمسفیلډ له خپل هېواد نه د ماتې پړې د اړولو دنده خپلو باوري ملګرو ته سپارلې او ددې کار عملي لارې یې په نښه کړې دي.
په یوه سند کې ډونالډ رمسفېلډ تر پوځي مداخلې نږدې یو کال وروسته د ۲۰۰۲ کال د سپټمبر په ۲۵مه، خپل یوه امینتی همکار ډاګلاس فیث ته د داسې يوې وینا د چمتو کولو لارښوونه کړې چې که ماته پېښېږي، “پړه له امریکا لرې او په افغانانو او نړیوالې ټولنې ولوېږي.”
دا اسناد، چې انګرېزي متنونه یې له پښتو ژپاړې سره دلته خپاره شوي، د ماتې او پړې تر لارښوونې وړاندې، د رمسفیلډ دا ټینګار هم راوړي چې لومړی دې افغان ولس ته د امریکا د روانو هڅو ارزښت وښودل شي او بیا دې پر نورو احتمالاتو فکر وشي.
ډونالډ رمسفېلډ په افغانستان او عراق کې د امریکا د پوځي لاسوهنو طراح بلل کېده او داسې برېښي چې له افغانستانه د امریکا تر نا بریالۍ وتنې وروسته یې لارښوونې هم، کټ مټ هماغسې چې ده غوښتل پلې شوې دي.
واک ته د طالبانو له بیا ستنېدو سره سم، د امریکا ولسمشر جو بایډن، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکین او د افغان سولې لپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد په لومړیو کسانو کې ؤ، چې له ځانه یې د پړې د لرې کولو له پاره د افغان جمهوریت مشران او پوځ د ماتې د اصلي مسوولینو په بڼه نړۍ ته وپېژندل.
په دې لړ کې وروستی تور، د ټرمپ په اداره کې د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پومپیو چې له طالبانو سره د دوحې تړون اصلي سمبالوونکی دی، تېره اوونۍ ولګاوه. ښاغلي پومپیو وویل چې ولسمشر غني ددې پر ځای چې وجنګېږي، د هوسا ژوندون لپاره هېواد پرېښود.
ښاغلی پومپیو او نور امریکایي مشران په داسې حال کې د ولسمشر غني او افغان لوري د ملامتولو بیاځلي یادونه کوي، چې تر سقوط یوه ورځ وړاندې واشنګټن خپل ټول ډیپلماتان او یو لږ شمېر پاتې عسکر، له ښو روزل شویو او سمبال صفر والو افغان قطعاتو سره یو ځای، د کابل هوایي ډګر ته لېږدولي او عملاً یې په پلازمېنه کې وېره ګډه کړې وه.
تر پومپیو وړاندې د بهرنیو چارو یوې بلې وزیرې، هیلري کلنټن هم په ورته ډول د ماتې پړه پر افغان لوري او په ځانګړي ډول ولسمشر غني او د هغه په نږدې ملګرو اچولې وه، ظاهراً هماغسې چې ډونالډ رمسفیلډ یې اتلس کاله وړاندې لارښوونه کړې وه.


