ويب ډیسک
د افغان سولې لپاره د امريکا متحده ایالاتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې طالبان اوس واک ته رسېدلي، خو “د ځینو تند لارو عناصرو په برمته کې دي”.
هغه زیاته کړې، طالبان یووالی ښيي، ځکه یو بل سره جګړه نه غواړي، خو ترمنځ یې څرګند اختلافات لیدل کېږي.
خلیلزاد په خپله تازه مرکه کې ويلي، طالبان چې څو د یوه ټولشموله دولت او ټولنې طرف ته حرکت ونه کړي، تر هغې به په کور دننه او بهر مقبولیت او مشروعیت ونه مومي او نړیوال بندیزونه به ترې لرې نه شي.
د افغان سولې لپاره د امريکا دغه پخوانی استازی وایي، امریکا طالبانو ته د خبرو پيلېدو لپاره دوه شرطونه ایښي، چې یو یې د امریکايي بندي «مارک فریريکس» خوشې کول او دویم «د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل» دي.
مارک فریریکس د امریکا د سمندري ځواکونو متقاعد انجنیر دی او افغانستان کې یې د یوه ملکي قراردادي په توګه کار کوه چې په ۲۰۲۰ کال کې لادرکه شو.
په ورته وخت کې د امريکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس بيا ويلي، چې دغه دواړه موارد یې «لومړیتوبونه» دي او دا به د طالبانو او امریکا د اړيکو د نه پرمختګ لامل شي.
د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو د کار او زدهکړو بندیز په پراخه کچه نړیوال غبرګونونه را پارولي دي.
په همدې لړ کې د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی پلاوی هم د سه شنبې په ورځ کابل ته راغلی چې له طالب چارواکو سره کتنې وکړي.


