ويب ډیسک
ګوګل د جمعې په ورځ خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې د کرونا ویروس خپرېدو مودې د اقتصادي ودې ساتلو لپاره ۱۲زره تنه چې د دې شرکت ۶ سلنه کارکوونکي کېږي له دندو ګوښه کوي.
د ګوګل مشر مدیر ساندار پیچای ویلي دي چې تېرو دوو کلونو کې یې د پاموړ وده کړې، ځکه یې کارکوونکي هم ډېر ګمارلي ؤ خو اوسمهال د خپلې ودې ساتلو لپاره دا پرېکړه کوي.
پیچای ویلي، که څه د خواشینۍ وړ ده خو دا پرېکړه مو له دقیقې څارنې وروسته کړې او ټول مسؤلیت یې هم منم.
د معلوماتو له مخې ګوګل د کرونا ویروس له خپرېدو وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې ۱۱۹۰۰۰ تنه کارکوونکي درلودل خو له دغه ویروس خپرېدو وروسته یې کارکوونکي ۱۸۷۰۰۰ تنه ته ورسېد.
د کارکوونکو کمولو په برخه کې دا د ګوګل تر ټولو ستره پرېکړه ده خو له دې وړاندې د ټکنالوژۍ ګڼو نورو سترو شرکتونو لکه ماریکروسافټ، امازون، د فېسبوک څښتن میټا او ټوېټر په ګډون یو شمېر نورو شرکتونو هم خپل کاري ځواک په بې سارې ډول کم کړی دی.


