ويب ډیسک
د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې استازې ترهي هکالا وايي، افغانستان لا هم د اروپايي ټولنې د کاري اجنډا په لومړیتوب کې دی.
اغلې هکالا ویلي چې د منځنۍ اسیا لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي راټول شوي څو د افغانستان وضعیت مثبت لوري ته د تګ پر لارو چارو، د ناوړه بشري ناورین، د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز او د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې وکړي.
اروپایي ټولنې له دې وړاندې هم د طالبانو لخوا د افغان ښځو او نجونو پر زدهکړو او کار بندیز غندلی ؤ او ویلي ؤ چې دا ډول بندیزونو له بشري اصولو او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو لوړپوړی پلاوي افغانستان ته له څلور ورځني سفر او د طالب چارواکو سره له کتنې وروسته پرون په یوه راپور کې ویلي، هغه څه چې افغانستان کې روان دي د ښځو د حقونو سخت ناورین او د نړیوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ دی.


