دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د ښځو د حقونو نقض يو جدي بحران او نړیوالی...

افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض يو جدي بحران او نړیوالی ټولنې لپاره د خطر زنګ دی.

ويب ډیسک

د ملګرو ملتونو لوړپوړي پلاوي افغانستان کې طالب چارواکو سره له څلور ورځنيو ليدنو وروسته، يوه راپور کې ويلي چې افغانستان کې د ښځو د حقونو نقض يو جدي بحران او نړیوالی ټولنې لپاره د خطر زنګ دی.

دغه لوړپوړی پلاوی له طالبانو غواړي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې وروستي محدوديتونه لغوه کړي.

طالبانو په دې وروستيو کې پر ښځو او نجونو د مخکنيو محدوديتونو سربېره، هغوی په پوهنتونونو کې له زده‌کړو او غير دولتي مؤسسو کې له کاره هم منع کړي دي.

د ملګرو ملتونو اجرايي مديرې سيما باهوس ويلي، هغه څه چې افغانستان کې پېښېږي د ښځو د حقونو يو شديد بحران او نړيوالې ټولنې لپاره د خطر زنګ دی او دا د دې ښکارندويي کوي چې د څو لسيزو په ترڅ کې د ښځو د حقونو برخه کې رامنځته شوی پرمختګ کولای شي د څو ورځو جريان کې معکوس شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله آمنه محمد وايي، اوسمهال افغانستان له يو وحشتناک انساني ناورين سره مخ دی. موږ بايد د دې تشې د ډکولو لپاره هر هغه څه چې کولای شو ترسره يې کړو.

د ملګرو ملتونو پلاوی د طالبانو له لوري “جنسيتي اپارتايد” اړوند د دې سازمان د رئيس لخوا د رامنځته شوې اندېښنې او د افغانستان په تړاو د يو لړ خبرو اترو او روان وضعيت ارزونې په موخه خليج، اسيايي هېوادونو او کابل ته سفر وکړ.

د دې پلاوي په راپور کې راغلي چې، د سيمې د دولتونو مشران، شريکان او مذهبي مشران د افغانستان د وضعيت د بېړني انعکاس لپاره د ګړنديو هڅو غوښتونکي دي او د نړيوالې ټولنې له لوري د يو واحد غبرګون پر اهميت يې ټينګار کړی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه