په کوټه کې پر افغانانو وسله وال برید؛ درې کسان وژل شوي

0
61

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د نامعلومو وسله والو په برید کې درې افغان وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

پېښه د سې شنبې په شپه د کوټې ښار په څنډه کې د هزار ګنجي کراس په سیمه کې شوې ده. پولیسو د پېښې پخلی کړی دی.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، څلور افغان وګړي د چاغي ولسوالۍ د دالبندین له سیمې څخه کوټې ته تللي وو او غوښتل یې د بلوچستان د کلا عبدالله ولسوالۍ د ګلستان سیمې ته سفر وکړي.

د پولیسو په وینا، دغه کسان په هزار ګنجي کراس کې د ګلستان پر لور د تګ لپاره د موټر په تمه وو، چې دوه وسله وال پر موټر سایکل ورغلل او ډزې یې پرې وکړې.

پولیس وايي، په ډزو کې دوه کسان په هماغه ځای کې ووژل شول او دوه نور ټپیان روغتون ته ولېږدول شول. له ټپیانو څخه یو کس وروسته په روغتون کې د سختو ټپونو له امله مړ شو.

د پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی او د برید کوونکو د پېژندنې او نیولو په اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.