په افغانستان کې په ۲۲ ولسوالیو کې د پولیو ضد واکسین لړۍ روانه ده

0
51

په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو د مخنیوي لپاره د واکسین ورکولو نوې لړۍ په یو شمېر ولایتونو کې پیل شوې او تر پنجشنبې ورځې به دوام وکړي.

د معلوماتو له مخې، په ننګرهار کې د ولایت په ټولو ۲۲ ولسوالیو، په کونړ کې په ۷ ولسوالیو، په کابل کې په ۶ ولسوالیو، او په هرات او فراه کې په دوو ـ دوو ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي.

د پولیو د مخنیوي اړوند بنسټ له کورنیو غوښتي چې خپل ماشومان د واکسین له پروګرامونو څخه برخمن کړي. دغه بنسټ په ځانګړي ډول ټینګار کړی چې نوي زېږېدلي ماشومان دې د پولیو د څاڅکو له واکسین څخه بې برخې نه شي.

دا کمپاین په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

روغتیايي بنسټونه وايي، له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له زیاتېدو سره په هغو سیمو کې د پولیو د خپرېدو اندېښنه هم شته چې راستنې شوې کورنۍ پکې مېشتېږي. د دوی په وینا، د دغو کورنیو د ځینو ماشومانو د واکسین لړۍ بشپړه شوې نه ده، چې له امله یې د ناروغۍ د خپرېدو خطر زیاتېدای شي.