په پاکستان کې د هیپاټایټس سي د له منځه وړلو لپاره د پراخې معاینې پروګرام پیل

0
60

د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال ویلي، د هیپاټایټس سي د خپرېدو د مخنیوي لپاره به د روغتیا وزارت ټول کارکوونکي اړ وي چې د دې ناروغۍ معاینه وکړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې له راتلونکې میاشتې څخه به د هغو کارکوونکو معاشونه ودرول شي چې معاینه یې نه وي کړې.

کمال دا څرګندونې په اسلام‌اباد کې د لومړي وزیر د هیپاټایټس سي د له منځه وړلو پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. نوموړي هم د هیپاټایټس سي معاینه وکړه چې پایله یې منفي وه.

د دغه پروګرام موخه دا ده چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په پاکستان کې د هیپاټایټس سي ناروغي له منځه یووړل شي. پروګرام د روغتیا وزارت او د روغتیا نړیوال سازمان په ګډه د روان کال په مې میاشت کې پیل کړی و.

د روغتیا وزیر وویل، د نورو وزارتونو کارکوونکي به هم د هیپاټایټس سي معاینې ته اړ کړل شي او په دې اړه به اړوندو ادارو ته رسمي لیکونه واستول شي.

د نوموړي په وینا، د ناروغۍ د له منځه وړلو طرحه به په پړاوونو کې پلې شي. لومړی پړاو یې په اسلام‌اباد کې پیلېږي، چې د معاینې لپاره پکې ۱۷ مرکزونه جوړ شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې په خصوصي روغتونونو کې به هم د هیپاټایټس سي د معاینې اسانتیاوې برابرې شي او حکومت به دغو روغتونونو ته د معاینې وسایل او اړین توکي ورکوي.

کمال وویل، په هېواد کې د هیپاټایټس سي خپرېدل د جدي اندېښنې وړ دي، خو د اغېزمنې درملنې او عامه پوهاوي له لارې یې د خپرېدو کچه راټیټېدای شي.

هغه زیاته کړه چې مرکزي حکومت له ټولو صوبو سره د ګډ کار لپاره خبرې پیل کړې دي، څو د ناروغۍ د له منځه وړلو پروګرام په ټول هېواد کې پلي شي. د آزاد کشمیر او ګلګت بلتستان لپاره هم د دې پروګرام د غځولو پلان شته.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۱۲.۹ میلیونه کسان په هیپاټایټس اخته دي. له دې ډلې نږدې ۹ میلیونه د هیپاټایټس سي او ۳.۸ میلیونه د هیپاټایټس بي ناروغي لري.

د دغه سازمان په وینا، په پاکستان کې هر کال له ۴۸ زرو ډېر کسان د هغو هیپاټایټسي ناروغیو له امله مري چې د مخنیوي او درملنې وړ دي؛ یعنې په منځنۍ توګه نږدې هر ۱۱ دقیقې وروسته یو کس د دغو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.