د پاکستان سترې محکمې د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بنسټګر عمران خان د روغتیا او له کورنۍ سره د لیدنو په تړاو پرېکړه کړې چې نوموړی دې تر راتلونکې محکمې پورې د شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي.
د جسټس شاهد وحید په مشرۍ دوه کسیزې جرګې د عمران خان د بشپړ طبي دوسیې د وړاندې کولو ترڅنګ د متخصصو ډاکټرانو د یوې طبي کمېټې د جوړېدو حکم هم کړی دی. محکمې ویلي، د عمران خان د کورنۍ غړو ته باید په اوونۍ کې یو ځل د هغه د لیدو زمینه برابره شي.
د اورېدنې پر مهال جسټس شاهد وحید وویل چې محکمې ته وړاندې شوی طبي راپور بشپړ نه دی، بلکې یوازې لنډیز دی او د عمران خان ټول طبي اسناد باید په راتلونکې غونډه کې وړاندې شي.
د طبي راپورونو له مخې، د عمران خان د زړه درزا او د زړه وضعیت عادي نه دی او د هغه پر مهمو بدني غړو د روغتیايي ستونزو اغېز پیل شوی دی. جسټس نعیم اختر افغان وپوښتل چې که په طبي راپور کې د رګونو د معاینې اړتیا یاده شوې وي، ایا دا کار په زندان کې کېدای شي؟ د اسلاماباد لوی څارنوال په ځواب کې وویل چې دا معاینه له زندانه بهر په روغتون کې ترسره کېدای شي.
د پاکستان سترې محکمې امر کړی چې عمران خان دې د سختو امنیتي تدابیرو لاندې شفا نړیوال روغتون ته ولېږدول شي. د روغتون د درملنې لګښتونه به تحریک انصاف ورکوي او ډاکټر فیصل سلطان او ډاکټره عُظما خان به هم له نوموړي سره وي.
محکمې د عمران خان له خویندو سره د لیدنې په اړه ویلي چې له کورنۍ سره لیدل د چا احسان نه، بلکې د هغه اساسي حق دی. همداراز یې د اډیاله زندان چارواکو څخه په تېرو درېیو کلونو کې د عمران خان د لیدونکو بشپړ معلومات او له خپلو اولادونو سره د ټیلیفوني اړیکو جزئیات غوښتي دي.
سترې محکمې د تحریک انصاف له مشرانو او د عمران خان له کورنۍ غوښتي چې د هغه روغتیايي وضعیت له سیاسي موخو سره ونه تړي. محکمې دا هم غوښتې چې د لیدنې وروسته دې د رسنیو له لارې د روغتیايي درملنې په اړه څرګندونې نه کېږي.
د عمران خان مدافع وکیل عُزیر بندياري له محکمې وغوښتل چې په شفا نړیوال روغتون کې د نوموړي بشپړه روغتیايي معاینه ترسره شي، څو د وینې د ټوټې د رامنځته کېدو لامل هم معلوم شي.
د پاکستان سترې محکمې د عمران خان پر وړاندې د ټولو قضیو بشپړ معلومات هم غوښتي او پوښتنه یې کړې چې نوموړی په څو قضیو کې تر محاکمې لاندې دی، په څو قضیو کې محکوم شوی او د څو قضیو سزاوې یې ځنډول شوې دي.
د قضیې راتلونکې اورېدنه د سپټمبر ۱۶مې ته ځنډول شوې او تر هغې پورې د عمران خان د شفا روغتون کې د پاتې کېدو حکم شوی دی. د اډیاله زندان چارواکي هم راتلونکې غونډې ته غوښتل شوي دي.


