د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د دوشنبې په ماښام «د اګست ۱۷مه» د یوه ښوونیز مرکز ته څېرمه چاودنه شوې چې له امله یې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، چاودنه د دشت برچي اړوند د اتلسمې ناحیې په مهدیه ښارګوټي کې، د «شمع هدایت» ښوونځي او خصوصي ښوونیز مرکز ته نږدې شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چاودنه د یوه لاسي بم له امله رامنځته شوې ده.
ځینو سرچینو ویلي چې په پېښه کې تر ۵۰ ډېر کسان ټپیان شوي، خو د ټپیانو کره شمېر او روغتیايي وضعیت لا نه دی روښانه شوی. تر اوسه د وژل شویو کسانو په اړه هم کوم کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د ځینو افغان رسنیو د راپورونو له مخې، چاودنه د درسونو له پای ته رسېدو او د زدهکوونکو د وتلو پر مهال شوې ده. له همدې امله داسې اندېښنې شته چې په ټپیانو کې ښايي ماشومان او تنکي ځوانان هم شامل وي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلې او یو شمېر ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


