د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي سېکرټر نواب محمد ایاز خان جوګېزی وايي، په نږدې راتلونکي کې به د «پښتون اولس ملي جرګې» تر چتر لاندې په کوټه کې د پښتنو یوه پراخه جرګه جوړه شي، چې پکې به د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، قومي مشرانو، دیني عالمانو، قبایلي مخورو او د ټولنې د نورو برخو استازي ګډون ته وبلل شي.
نوموړي دغه څرګندونې د زیارت پېښې پر ضد د احتجاجي پرلت پر مهال په خپله وینا کې وکړې. هغه وویل، تر هغو چې سیاسي ځواکونه د اوسنیو شرایطو له مخې خپل اختلافات څنګ ته نه ږدي او په ګډه دریځ خپل نه کړي، د روانو ستونزو او ننګونو پر وړاندې اغېزمنه مبارزه ستونزمنه ده.
جوګېزي وویل، د پرلت په ترڅ کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو د مشرانو، غړو او زرګونو خلکو ګډون دا څرګندوي چې د زیانمنو کورنیو له غم سره پراخ ولس ځان شریک ګڼي. د هغه په وینا، د دې یووالي دوام د راتلونکو ګډو هڅو لپاره مهم بنسټ جوړولای شي.
هغه زیاته کړه، د جرګې له لارې به د پښتنو مېشتو سیمو د امنیت، سیاسي وضعیت او راتلونکو احتمالي ننګونو په اړه ګډه مشوره وشي او د ټولو ګډونوالو د نظرونو پر بنسټ به د راتلونکي لپاره یوه ګډه تګلاره جوړه شي.
نواب ایاز خان جوګېزي دا هم وویل، د دې جرګې د جوړېدو په اړه یې له د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي سره هم خبرې کړې دي، څو د ټولو سیاسي، قومي، قبایلي او دیني استازو په ګډون د ولس د راتلونکي په اړه ګډې پرېکړې وشي.


