ایراني بریدونو کې د کویټ د تېلو تاسیسات او د برېښنا فابریکه زیانمنه شوې، څو کسان ټپیان دي

0
82

د کویټ د تېلو دولتي شرکت ویلي، د ایران په بریدونو کې د هېواد د تېلو یوه مهمه تاسیسات زیانمنه شوې او له امله یې مالي تاوان اوښتی، همدارنګه څو کسان ټپیان شوي دي.

د کویټ دولتي رسنیو د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې د برېښنا او اوبو یوه فابریکه هم په نښه شوې، چې له امله یې د برېښنا د تولید څو دستګاوې له کاره لوېدلې دي. دا پېښه داسې مهال شوې چې یوه ورځ وړاندې هم د ورته برید خبر ورکړل شوی و.

د کویټ د اور وژنې ادارې ویلي، د اور د مهارولو پر مهال یو اوروژونکی او د تېلو د تاسیساتو یو کارکوونکی ټپیان شوي دي.

د کویټ حکومت ایران تورن کړی چې ملکي تاسیسات او د هېواد مهمې زېربناوې یې په نښه کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پر حیاتي تاسیساتو پرله‌پسې بریدونه د ملکي وګړو ژوند او امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي.

بل لور ته، د راپورونو له مخې، متحده ایالاتو د اوومې پرله‌پسې شپې لپاره پر ایران هوايي بریدونه کړي دي. په ورته وخت کې ویل شوي چې ایران د ځوابي بریدونو په ترڅ کې پر بحرین، کویټ او د اردن پر ځینو پوځي اډو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.