د وینزویلا په هغو دوو پیاوړو زلزلو کې چې د جون پر ۲۴مه رامنځته شوې وې، د مړو شمېر له پنځه زرو اوښتی دی.
د رویټرز د وروستیو راپورونو له مخې، په دې پېښه کې د ټپیانو شمېر ۱۶ زره او ۷۴۰ ته رسېدلی، چې ډېری یې له روغتونونو رخصت شوي، خو یو شمېر لا هم تر درملنې لاندې دي.
چارواکي وایي، نږدې ۲۰ زره کسان د زلزلو له امله بېکوره شوي او اوس په لنډمهالو مېشتځایونو کې ژوند کوي. د مرستندویه ادارو په وینا، په ډېرو دغو کمپونو کې د پاکو اوبو او د فاضله اوبو د ایستلو مناسب سیستم نشته، چې د روغتیايي ستونزو د زیاتېدو اندېښنې یې راولاړې کړې دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې (USGS) د معلوماتو له مخې، د جون پر ۲۴مه وینزویلا دوه پرلهپسې زورورې زلزلې ولړزولې چې شدت یې ۷.۲ او ۷.۵ درجې و، او پراخ مالي او ځاني زیانونه یې واړول.


