دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهراځئ چې باجوړ وۀ ګورو

راځئ چې باجوړ وۀ ګورو

لیکنه : محب ښېراز

پروند ماښام له باګرام(پېښور) څخه له خپلو ملګرو لکه کفیل قربان، مسرور موڅه خېل او حبیب جلالزئي د پښتونخوا وطن ښکلې سیمي باجوړ خواته روان شو چې له شپې ناوخته ۱۲بجې د صدام حسېن شباب چې د ایم فل سکالر دی او د باجوړ اوسېدونکی دی کره په خېر راوۀ رسېدو کوم چې شباب راته څلور ساعته انتظار کړی وو.

شپۀ مو ښه خوندوره وه او سهار ناوخته راپاڅېدو چې ناوخته مو ښۀ ناری وکړ او بیا د صدام حسېن شباب په لارښوونه مو د باجوړ سېل پیل کړ .
لکه څنګه چې د پښتونخوا وطن نورې هم زیاتې سیمې لکه سوات، غوڅکۍ، مېنګوره، ننګرهار، خوست، د خپلې قدرتې ښکلا په وجه ډېر شهرت لري نو په هم دې قدرتي ښکلا کې د باجوړ نوم هم باید یاد کړو. ولې چې د باجوړ ښکلا هم د کوم بل ښار یا سیمې څخه کمه نۀ ده.


باجوړ د ښکلا یوه داسې ښکلې، غریزه،د ځنګلونو خاوره ده چې دغه ښکلا که دي یو ځل وۀ لیده نو دویم ځل به ضرور ورته راځې. د باجوړ په حقله چې زما کوم فکر وو نو د هغه بالکل برعکس یې ما انځور ولیدو. زمونږ په جنوبي پښتونخوا کې د باجوړ په حقله سټیریو ټایپ خبرې چې کومې ما اورېدلې وې چې د باجوړ خلګ بیخي پښتانۀ نۀ دي هیڅ پښتونواله پکې نشته خو دلته یې ما تصویر برعکس ولید.

د نن ټولې ورځې په سېل کې مې باجوړ داسې انځور کړ او د قدرت ښکلا یې تاسو په لاندینو عکسونو کې کتلی شئ.
۱.د پښتنو د مېلمه پالنې په حقله د باجوړ د خلګو مېلمستیا تر نورو سیمې ډېره سېوا او له میني ډکه ده.

۲.د باجوړ پښتانۀ د پښتنو د نورو سیمو تر پښتنو زیات زیارکښ او مخلص دي. باجوړ کې غریب او سرمایه دار خلګ یو شان پښتنې نفسیات لري.
۳.باجوړ کې د نجونو ورکولو پر سر هیڅ زیات رقم ولور رواج نۀ لري بلکې نجلۍ ته کور، کالي ورکول هم د نجلۍ د کورنۍ ذمه واري ده یعن دغه دود یې رښتیا هم یو غریب پرور دود دی.


۴.د باجوړ پښتانۀ دومره محنت کش دي چې په ټول باجوړ کې دوه ایکړه مځکه پر یو ځای ما غیر اباده وۀ نۀ لیده بلکې ټول باجوړ د قدرت د ښکلا سره سره د خلګو له خوا زراعت ورباندې شوې وو.

۵.باجوړ کې خوبانۍ، شپتالو، شولې(وریځې/ چاول)، جوار، سبزیجات، غنم په زیات مقدار لري.چې تول وطن په فصلونو شین وو او د سیمي ښکلا یې یو په دوه کړې وه.


۶. مونږ نند باجوړ ښار، پَشَت،ګبر چینه، سالارزی، راغه ګان بند، د ماربلو فابریکې، او داسې نور وکتل چې د هر ځای ښکلا ځانته مثال لري.
۷. د باجوړ غرونه قدرتي ځنګل زیات لري، ماربل ډبره لري او یو بل قیمتي کاڼی لري چې د ډېرو خلګو د معاش وسیله دي.
او دغسې د باجوړ اوبه د خلګو د زراعت د پاره بنیادي کردار لري.

 

خو له دې ټولو وړتیاو سره سره هغه لهظو زیات وۀ دړدولوم کله چې صدام شباب په باجوړ کې د طالبانو له خوا د باجوړ د بربادۍ قیصې وکړې. او د بیا د پوځي عملیاتو کیسې وکړې نو بیخي د پښتنو بېوسۍ وه زړولم. صدام راته وئیل چې د پشت په سیمه کې په ۲۰۱۱م کال د باجوړ د شپېتو مشرانو یوه مهمه جرګه روانه وه او ګنشپ هیلیکاپټرې راغلې او پر دې جرګه یې بمبار وکړ او ټول دغه د مخ کسان یې شهیدان کړل خو بیا یې په پاکستاني میډیا راپور ورکړ چې: “باجوڑ میں پاک فوج کی کاروائی ساٹھ سے زائد دھشتگرد ہلاک” صدام ویل چې دا هغه شپېته ملکان او مشران وو کوم چا چې په لومړي ځل د طالبانو خلاف سخت دریځ خپل او طالبانو ته یې کلک انکار وکړ چې زمونږ خاوره مونږ چاته نۀپرېږدو نو دا وو چې فوج ورسره داسې کار وکړ…هم دغه رنګه د نورو واقعاتو بیان یې راته وکړ چې بیخي د زغم نۀ وو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه