راپور : محب الله
د بلوچستان د کورنیو چارو سلاکار میر ضیا لانګو ویلي دي چې د لادرکه شویو کسانو په لیست کې شامل اکثره کسان په غرونو کې د دولت پر ضد جنګیږي. نوموړي دا خبره د کوټې د مطبوعاتو په دوتر کې يوې خبري غونډې ته د وينا په مهال وکړه .
دکورنيو چارو سلاکار ضيا لونګو زیاته کړه چې دجولائي په 12مه نيټه ليفټننټ کرنل لايق اؤ دهغه تره زوى عمر جاويد په داسې حال کې تښتول شوې وؤ چې د هغوي دخپلې کورنۍ سره زيارت ولسوالۍ ته روان وو چې دا کار دبلوڅي اؤ اسلامي دود ضد کړنه ده،او داسې کړنه د هیچا د کورنۍ او معصومو ماشومانو په مخ کې نه ترسره کیږي، ترهګر د لیویز او پولیسو بې وزله افسران په نښه کوي، دوی نه پوهیږي چې د وژل شوي افسرانو بې وزله کورنۍ سخت زیانمن کیږي، دا ډول کړنې د دودونو او اسلامي ارزښتونو ضد دي. هغه زياته کړه، چې د ډګروال لايق له پېښې وروسته پراخ عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې د حساسو ادارو يو سرتېرى هم شهيد شوى، په دغو عملياتو کې ٩ ترهګر وژل شوي، د ٩ ترهګرو له ډلې د پنځو ترهګرو نومونه پېژندل شوي دي.
وژل شوي ترهګر د لادرکه شوو کسانو لپاره غږ پورتکونکو په لیست کې وو.
د ریاست دریځ دی چې په لادرکه شویو کسانو کې ډیری خلک په غرونو کې د ریاست په وړاندې جنګیږي، د کراچۍ سټاک ایکسچینج نوشکي او پنجګور د برید کونکو نومونه هم په ورکو شویو کسانو کې وو.


