دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجاب : سیند کې د وورا ډوبې شوې کښتۍ ۲۱ وورابڼي مړه...

پنجاب : سیند کې د وورا ډوبې شوې کښتۍ ۲۱ وورابڼي مړه راکښل شوي او ۳۰ لا هم لادرکه دي

راپور: عزیز سباون

نن د سهه شنبې پر ورځ د ژغورنې چارواکو ويلي چي د هغو 29 کسانو لټون پس له يوې ورځې بيا پېله وې په کم کې چې د واده د مراسمو شاوخوا ۱۰۰ تنه غړي په کې سپاره وو، د سيند په سیند کې ډوبه شوه.

یوه لوړپوړي دولتي چارواکي و رسنيو ته ويلي چې یوه ورځ وړاندې په دغه ناورین کې د ښځو او ماشومان په ګډون 21 کسان وژل شوي او 30 لا هم لادرکه دي.

د پنجاب حکومتي چارواکی سلیم عاصي و رسنيو ته ويلي چې تمه لري چې د پاکستان د پوځ سمندري ځواک به د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه چې “تر اوسه د ٢١ کسانو جسدونه موندل شوي او خپلوانو ته يې سپارلي دي”.

د راپورونو تر مخه د دوشنبې په ورځ د ختیځ پنجاب ایالت په صادق آباد سېمه کې د ناوې په ګډون لږ تر لږه 45 کسان ژغورل شوي، خو د ماشومانو په ګډون 30 کسان لا هم ورک دي. که څه هم د لادرکه شویو وراوالو د وژل کېدو وېره څرګنده شوي خو خپلوان يې اوس هم د سیند په غاړه د ژوند په تمه دي.

ياده دي وي چې د کښتۍ د ډوبیدو پر وخت په ياده کښتۍ کې لږ تر لږه 90 تنه سپاره وو.

دا ډول حادثې په پاکستان کې معمول دي، په پاکستان کې د لرګیو کښتۍ چلونکي ډیری وختونه په سیندونو او جهیلونو کې د توکو او خلکو لیږدولو لپاره کاروي چې پکې ډیری یې د ژوند د ژغورلو جاکټونو پرته کار کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه