دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپنجشير کې يوه ښځه د طالبانو په ډزو کې وژل شوې ده

پنجشير کې يوه ښځه د طالبانو په ډزو کې وژل شوې ده

ويب ډیسک

په پنجشير کې ځايي طالب چارواکو تايٸد کړه چې د دغه ولايت په ابشار ولسوالۍ کې يوه ميرمن د دوى د وسله والو لخوا په ډزو وژل شوې ده٠

د پنجشېر لپاره د طالبانو د والي وياند ابوبکر صديق د سې شنبې په ورځ امريکا غږ ته وويل چې دغه ښه دوې ورځې مخکې د يادې ولسوالۍ په “پرنګال” سيمه کې په “غلطۍ” سره وژل شوې ده٠

نوموړي زياته کړه چې د دغه پيښې په تړوا يو تن نيول شوى دى٠
د سيمي خلکو ويلي چې دغه ښځه دوې ورځې مخکي له خپل خاوند سره د څارويو پولو لپاره غرته ختلې وه چې د طالبانو لخوا په ډزو لګېدلې ده٠
د دوى په وينا دغه ښځه ٣٥ کلنه وه او پنځه ماشومان يې لرل٠
.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه