یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهنړۍیسرائیل کاټز  د خامنه‌یی 'له منځه وړل' مو د جګړې یوه موخه...

یسرائیل کاټز  د خامنه‌یی ‘له منځه وړل’ مو د جګړې یوه موخه ده

ويب ډيسک

د اسرائیل دفاع وزیر یسرائیل کاټز ټینګار کړی، چې د ایران د رهبر علي خامنه‌یی له منځه وړل مو د روانې جګړې د اهدافو یوه برخه ده.

[خامنه‌‌يی] ته د ورته سړي موخه تل د خپلو اجنټانو له لارې د اسرائیلو له منځه وړل دي. دا سړی، چې غواړي پر مونږ برید وکړي؛ باید ژوندي پاتې نشي.

دا د دې جګړې یوه موخه ده، دا د دې سړي د درولو او له منځه وړلو یوه برخه ده او مونږ اوس د هغه پر نیت پوهیږو؛ ځکه، چې مخکې یې د اسرائیلو د له منځه وړلو په اړه خبرې کولې.”

مخکې له دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروټ پاڼه کې د خامنه‌یی په اړه ولیکل: “مونږ به هغه له منځه یونسو (نه غواړو هغه ووژنو!)، لږترلږه اوس نه.”

 

# #Israel #Iran

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه