ویب ډیسک
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي، چې تمه ده د اسلامي همکاریو سازمان د راتلونکې شنبې ورځې ناسته کې ایران هم ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې یاد سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ۵۱ مه ناسته پر ایران د اسراییل وروستیو بریدونو په تړاو ترسره شي، چې له غړیو هېوادونو به د سیمې بې ثباته کولو اقداماتو پر وړاندې د درېدو غوښتنه وکړي.
دا ناسته چې ترکیه کې ترسره کېدونکې ده، د یاد هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان او بهرنیو چارو وزیر به هم ورته وینا وکړي.
ترکیې له وړاندې پر ایران د اسراییل برید غندلی دی.
ایران چې دا مهال د اسراییل سره په مقابله جګړه کې دی، خارجه وزیر به یې یوه ورځ وروسته له هغې د OIC ناسته کې ګډون وکړي، چې سبا په جنیوا کې د فرانسې، برتانیا او جرمني استازو سره ګوري.
دا هڅې د اسراییل – ایران جګړې د ډيپلوماټیک حل هڅو د برخې په توګه ګڼل شوې دي.
وړمه ورځ شلو عرب او اسلامي هېوادونو هم پر ایران د اسراییل برید غندلی و او له هېوادونو یې غوښتي وو، چې روان کړکېچ د خبرو اترو له لارې حل کړي.
اسلامي همکاریو سازمان یا OIC چې ۵۷ غړي هېوادونه لري، له پخوا راهیسې د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډيپلوماټیکو بحثونو لپاره یوه مهمه سیمه ییزه د خبرو اترو ټولنه بلل کېږي.
# #Iran #Israel #EU #US @UN #OIC


