ويب ډيسک
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا یواېناېچسيار خبر ورکړی چې د روان کال د اګست له ۱۱مې تر ۱۷مې پورې له پاکستانه ۵۷۲ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
یواېناېچسيار یکشنبه د زمري پر ۲۸مه د افغان راستنېدونکو د وضعیت په تړاو خپل اوونیز راپور خپور کړی او په وینا یې، د یادو راستنېدونکو ۵۰ سلنه ښځې دي.
د راپور پر بنسټ، دې راستنېدونکو زیات شمېر په جبري توګه له پاکستانه ایستل شوي دي.
همداراز یاد بنسټ زیاتوي چې د راستنېدونکو کورنیو ۵۸ سلنه ښځې سرپرستې دي.
د راپور له مخې، په تېره یوه اوونۍ کې په منځني ډول هره ورځ ۸۲ کډوال هېواد ته دننه شوي دي.
د یواېناېچسيار د معلوماتو پر بنسټ، د روان کال له پيله تر اوسه له پاکستانه د ۲۱ زره ۴۳۸ نارينه او ۲۰ زره ۶۸۲ ښځو په ګډون ۴۲ زره ۱۲۰ کسان هېواد ته راغلي دي.
د یاد نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې راهیسې، ۱۰۶ زره ۲۲۷ کډوال چې ۵۵ زره ۶۶ نارینه او ۵۱ زره ۱۸۶ ښځې په کې شامل دي، له پاکستانه ایستل شوي او یا هم په خپله خوښه افغانستان ته راغلي دي.
د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ مشر فیلیپو ګرانډي پاکستان ته د خپل سفر پرمهال د دغه هېواد له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د اوسېدو (پياوار) کارټ تمدید کړي.


