دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد ا،ا ویاند: د افغانستان مبارزې ان په نړۍ ښکېلاک له ماتې...

د ا،ا ویاند: د افغانستان مبارزې ان په نړۍ ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ

ويب ډيسک

د طالبانو ویاند، د زمري ۲۸ مې په مناسبت مبارکي ویلي او زیاته کړې یې ده چې د افغانانو مبارزې نه یوازې افغانستان کې د ښکېلاک د ماتې لامل شوه، بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې ملکونو کې ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ.

نن یکشنبه (د زمري۲۸مه) له انګرېزانو څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ورځې سره برابره ده او امان‌الله خان په دغه ورځ د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په همدې تړاو په یوه خپره شوې اعلامیه کې لیکلی، یو سل او پنځه کاله مخکې افغانانو د علمای کرامو په فتوی او د هغوی تر رهبرۍ لاندې د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې جهادي مبارزه وکړه او په پر له پسې توګه یې انګرېزان مات کړل او له خپلې خاورې یې وشړل.

اعلامیه کې راغلي: «د بریتانوي استعمار پر وړاندې زموږ د مجاهدو اسلافو نه ستړې کېدونکې جهادي مبارزه نه یوازې افغانستان کې د ښکېلاک د ماتې لامل شوه بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې په ټولو اشغال شوو او استعمارځپلو ملکونو کې ښکېلاک له ماتې سره مخامخ کړ.»

هغه لیکلي، چې افغانان د خپلو نیکونو په پیروۍ یوه پېړۍ وروسته هم «د فتحې را وستلو» او اشغال ختمولو روحیه لري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه