لیکنه : نعیم پښتون
(Protectorate)هېواد وو چې چې په خارجي چارو کښې خپلواک نه وو. د غازي امان خان په واک کښې د راتللو نه پس افغانستان د انګلیس سره د استقلال د حصول د پاره جنګ اوکړو. چونکې د پېرنګي استعمار د زور دا حال چې د نړۍ زیاته برخه ئې تر ولقې لاندې وه خصوصا اسلامي نړۍ خو ئې ټوله په ولقه کښې وه. نړۍ ته د افغانستان غوندې د یو وړوکي اؤ کمزوري هېواد دا عمل بېخي يو حېرانېدونکی عمل وو. په جنګ کښې د افغانستان پرمخ تګ پيرنګی دې ته مجبور کړو چې افغانستان د یو خپلواک اؤ مستقل هېواد په حیث تسلیم کړي. د هغې علت دا وو چې د ډيورنډ کرښې نه رادېښوا اولسونو خصوصاً اؤ د هندوستان آزادي خوښي اولسونو عموماً د امیر امان الله خان ملاتړ کولو. په دې خاطر پېرنګی استعمار ویرېدلو چې هسې نه دا جنګ ګرد هندوستان ته را داخل نه شي. اؤ خصوصا د ډيورنډ کرښې نه رادېښوا اولسونه که په جنګ کښې شامل شو نو د مارګلې د کنډؤ نه به ئې واړوي.
پېرنګی ډېر چالاک اؤ هوښیار دی نو هغوي دا مناسب اوګڼله چې د جنګ د لارې خو ګټه نه شي تر لاسه کولی نو د سازشونو اؤ ګډ وډيو لار ئې خوښه کړه. هم دغه وه چې د امیر امان الله خان خلاف سازشونه پيل شو اؤ امان الله خان ئې د واکه ګوښه کړو.
پيرنګي په خاموشه ډيپلوماسۍ نادر خان له فرانسې نه راوستو ؤ د برټش هندوستان له اړخه ئې د پښتنو قبائلو په مرسته کابل اونیولو اؤ خپله باچاهي ئې اعلان کړه. نادر خان ډېر زر قتل شو اؤ باچاهي ئې ځوان زوي نادرخان ته حواله شوه اؤ دغسې د نادر خان د راتګ سره افغانستان یو ځل بیا په نااعلان کړې اؤ خاموشه توګه بېرته برطانوي پروټېکټوریټ ته ولوېدلو.
تر څو پورې چې ظاهر خان ټولواک وو نو افغانستان د امن اؤ سولې کور وو. خو چې کله ظاهر خان له واکه ګوښه کړل شو اؤ داؤد خان په واک کښې راغلو اؤ د آزاد پرواز د پاره ئې وزرې خورې کړې نو بیا د سازشونو جال اوبوڼل شو اؤ دغسې افغانستان د یوې اوږدې جګړې مېدان اوګرځېدهٔ. چې لا تر اوسه دوام لري. دا وخت د تالب واکمني هم د تحت الحمایه (Protectorate )یوه ژوندۍ بېلګه ده. افغانستان خپل بېرغ اؤ ملي سرود نه لري. افغانستان بین المللي مشروعیت نه لري. د جهان سره بانکي راکړه ورکړه نه لري. بانکونه ئې سوفټ کوډونه نه لري. امریکا ورته هره میاشت یو مقرر رقم ډالر د اخراجاتو د پاره ورکوي.
ددې دومره اوږد تمهید تړلو مې دوه مقصدونه دي.
یو دا چې دښمن دې کله په شا کړو نو بیا ئې په آرام مه پرېږده . دومره ئې وزغلوه چې له ملکونو پناه شي اؤ بېرته د حملې توان ونلري.
یادګیرنه : دغه اشتباه سردار محمد ایوب خان هم په دویم افغان انګلیس جنګ کښې یا د میوند په جنګ کښې کړې وه چې پېرنګی ئې په شا وتمبولو نو بیا په آرام کښېناستل اؤ پاتي پېرنګي عسکر په آرام تر کندهاره خپل مرکز ته لاړل.
دویم افغانستان خپل استقلال بائللی دی . ګرد افغان به بېرته په شریکه دا استقلال دوباره ګټي نو هله به له جنګونو خلاصیږي اؤ پرمخ تللی هیواد به جوړېږي.


