یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهلوبيفرید ملک او حضرت ځاځي ژورنالسټ ښکنځلي

فرید ملک او حضرت ځاځي ژورنالسټ ښکنځلي

ويب ډيسک

د کرېک‌لیډ په نوم یوې ډیجیټل او ورزشي رسنۍ ادعا کړې چې د افغانستان دوو ملي ‏لوبغاړو، حضرت‌الله ځاځي او فرید ملک د شپږیزه لیګ لوبو پرمهال د دوی ‏کارکوونکي ښکنځلي او ګواښونه یې ورته کړي دي.‏

نوموړې رسنې شنبه د زمري پر ۲۷مه په یوه اعلامیه کې د لوبغاړو دا کار غندلی او په تړاو یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.‏

د اعلامیې له مخې، یادو دواړو لوبغاړو ویلي چې کرېک لیډ په خپلو خپرونو کې ‏پر دوی نیوکې کوي چې له کبله یې ښکنځلو ته اړ شوي دي.‏

کرېک‌لیډ یوه ډیجیټل رسنۍ ده چې تر ډېره د افغانستان کرېکټ لوبو ته خبري ‏پوښښ ورکوي او ځينې وختونه پر یو شمېر لوبغاړو نېوکې هم کوي.‏

په اعلامیه کې راغلي: «کرېک لیډ د افغان کرېکت د ودې او بهبود لپاره کار کوي ‏او سالم انتقاد او اصلاحي نیوکې یې یوازې د کرېکټ د پرمختګ لپاره دي.»‏

نوموړې رسنۍ د یادو لوبغاړو دا ډول چلند له سپکاوي ډک او له سپورټي اخلاقو لرې ‏بللی او په دې اړه یې له کرېکټ بورډ څخه د جدي پلټنو غوښتنه کړې ده.‏

د اعلامیې په خبره، کرېکټ بورډ هم ډاډ ورکړی که له څېړنو وروسته لوبغاړي ‏ګرم وپېژندل شي، نو د یاد بورډ د ډېسپلین کمیټې له‌خوا به مجازات شي.‏

۸صبح ورځپاڼې هڅه وکړه چې د افغان کرېکټ بورډ نظر راواخلي؛ خو د ‏دغه بورډ ویاند، سېدنسیم سادات له ځواب ویلو ډډه کړې ده.‏

فرید ملک او حضرت‌االله ځاځي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل دی چې د هېواد پر ملي لوبغاړو د داسې یوې کړنې ادعا ‏کېږي.‏

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه