ويب ډيسک
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندهیر جېسوال ویلي، امریکا افغانستان ته د بشري مرستو او د دغه هېواد د اقتصادي بدیل په برخه کې د چابهار بندر په ارزښت پوهیږي.
رندهیر جېسوال ویلي، هند چابهار بندر ته د افغانستان او په وچه کې د پرتو نورو اسیایي هېوادونو د وصل لپاره د دغو هېوادونو پر وړاندې د ژمنتیا په سترګه ګوري.
هغه زیاته کړې، “دغې پروژې ته باید په کمه سترګه ونه کتل شي، دا ټولې سیمې په ځانګړې توګه افغانستان او په وچه کې پرتو نورو اسیایي هېوادونو ته ګټه رسوي.”
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه راز ویلي، هند د ۲۰۱۸ زېږیز کال راهیسې ۸۵زره ټنه غنم، ۲۰۰ مټریک ټنه حبوبات او ۴۰ زره ټنه حشره وژونکې توکي له چابهار بندره افغانستان ته لېږدولي دي.


