ويب ډيسک
هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله لیکلي، هند به د پاکستان د ګوادر او کراچۍ بندرونو د بدیل په توګه د چابهار بندر له لارې ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ته توکي لېږدوي.
رویټرز خبري اژانس هم د دغه راپور په خپرولو سره د هندي چارواکو له خولې ویلي چې د منځني ختیځ له سټراټيژیک هېواد (ایران) سره اړیکې پیاوړې کول غواړي.
بل لور ته
امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې هندۍ کمپنۍ به په ایران کې د پانګونې له امله د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخ شي.
هند او ایران تېره ورځ (دوشنبه) ۱۲۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت د یو ۱۰ کلن تړون لاسلیک کړ او د چابهار بندر کې پاګونه کوي چې دې سره به د هند، افغانستان ا وایران سوداګري له منځنۍ اسیا او اروپا سره لا غښتلې شي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هر بنسټ او اداره چې له ایران سوداګریزې اړیکې پالي په دې باید سر خلاص کړي چې د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ کېږي.


