دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاروپايي ټولنې په بامیانو کې پر یو شمېر بهرنیو ګرځندويانو وسله وال...

اروپايي ټولنې په بامیانو کې پر یو شمېر بهرنیو ګرځندويانو وسله وال برید «وغانده.»

ويب ډيسک 

د دې ټولنې په اعلامیه کې راغلي: «موږ د بهرنیو ګرځندويانو پر ډلې وسله وال برید چې د افغانستان له بامیانو څخه لیدنه کوله په کلکه غندو.»

په دې اعلاميه کې اروپايي ټولنې همداراز د دغه بريد د قربانيانو له خپلوانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې او د CNN په راپور کې د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، په بامیان کې د پرونۍ بريد په ترڅ کې د څلورو بهرنیو ګرځندويانو په ګډون لږ تر لږه اوه کسان وژل شوی دی.

د CNN د راپور پر بنسټ، په دې برید کې درې هسپانويان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د هسپانیې لومړي وزیر پیډرو سانچیز د بامیان په برید کې وژل شوي اتباع ګرځندويان وبلل.

د سرچینو لخوا آمو ته د لېږل شوي لیست پر بنست، د النا وېلار شرود په نوم یوه هسپانوۍ ميرمن هم په برید کې وژل شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه