یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبامیانو کې لسګونه ښځو د طالبانو د چارواکو له خوا یوه جوړه...

بامیانو کې لسګونه ښځو د طالبانو د چارواکو له خوا یوه جوړه شوې غونډه ګډوډه کړه

ويب ډیسک

د افغانستان په بامیانو کې لسګونه ښځو د طالبانو د چارواکو له خوا یوه جوړه شوې غونډه ګډوډه کړه.
په خواله رسنیو د دې غونډې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي څو ښځې د طالبانو د ملاتړ په نوم بېنرونه څیرې کوي.

د راپورونو پر اساس طالبانو د اپرېل پر څلورمه نېټه د بامیان ولایت د پوهنتون په تالار کې دا غونډه د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون په تړاو جوړه کړې وه چې عنوان یې (له طالبانو د بامیانو د خلکو ملاتړ) وو.

په ټولنيزو رسنیو د دې غونډې د ګډوډېدو ویډيوګانې خپرې شوې دي.

په ویډیوګانو کې ښکاري چې څو ښځې د سټیج سر ته خېږي او د طالبانو د ملاتړ په نوم لګېدلي بېنرونه څېري او لاندې يې غورځوي.

لاندې په تالار کې ناستې ښځې هم د طالبانو پرضد شعارونه ورکوي. د بامیانو دغو ښځو داسې وخت د طالبانوغونډه ګډوډه کړې چې طالبانو د افغان ښځو په تعلیم او کار باندې یو لړ بندیزونه لګولي او د نړیوالو او کورنیو فشارونو سربېره یې په دې برخه کې هيڅ نرمښت نه دی ښوولی.
د طالبانو چارواکو د بامیانو د غونډې د ګډوډېدو په تړاو لا کومه تبصره نه ده کړې.

دا لومړۍ ځل دی چې په یوه ولایت کې د طالبانو له خوا ترتیب شوې غونډه د ښځو له خوا ګډوډیږي.تر دې مخکې یواځې په کابل کې لسګونه ښځې مظاهرې ته وتلې او د طالبانو له خوا د ښځو په تعلیم او کار باندې د محدودیتونو غندنه یې کوله.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه