دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

دبسوګۍ واده

لیک: ډاکټر لطیف یاد
دبسوګۍ دواده کیسه په ټولو پښتني سیمو کې ډیره مشهوره ده او دیوه متل په توګه کارول کیږي او په کوم کار کې چې ځنډونه او خنډونه را منځ ته شي نوبیا خلک وایي دبسوګۍ واده ترې جوړ شواو ډیر اوږدشواو وځنډیده.

لکه چې موږ او تاسوته څرګنده ده دپښتو دهرمتل شاته یوه کیسه پرته ده . داسې ویل کیږي په پخوانیووختونو کې یوه پیغله وه چې بسوګۍ نومېدله. دا دخپل پلار یوازینۍ ښایسته لوروه او نورډیر ورونه یې هم درلودل . دبسوګۍ پلار یو شتمن سړی اودخپل کلي ملک او خان و . پر بسوګۍ ډیرې مرکې کیدلې او ډیرو خلکو به یې له پلاره غوښتله ،

خو ددې لپاره چې پر خپل پلار ډیره ګرانه وه نو یې پلار ورته وویل چې ستا دژوند ملګری به ستا په خوښه ټاکل کیږي . په پای کې بسوګۍ دخپلو سختو شر طونو سره سره چې پر زوم او کورنۍ یې ایښودلي وو خپل د ژوند ملګری دځان لپاره وټاکه او دیوه چاپه نامه شوه او له هغه سره یې کوژدنه وشوه او دوخت په تیریدلو سره دواده نیټه هم وټاکله شوه.

دزوم کورنۍ دبسوګۍ ټول شرایط پر ځای کړل او ددې د واده لپاره یې ښایسته جوړه اودواده قیمتي جا مې او کا لي ورته ور ولیږل . کله چې دواده نیټه او ورځ راورسیدله او دزوم کورني ، خپلوان او دوستان دټوپکو سره یوځای دناوې دراوستلولپاره دبسوګۍ کورته لاړل او دخوشالۍ ډزې یې وکړې نوبسوګۍ انکار وکړ او ویې ویل چې دا خلک دې بیرته لاړ شي اوس دا واده نه کیږي ځکه دزوم کورنۍ چې کومه جوړه او هغه کالي او جامې چې ماته یې دواده لپاره رالیږلي دي هغه زمانه دي خوښې او په دې ډول په هغه ورځ واده ونه شو،

بل ځل بیا دواده لپاره بله نیټه وټاکله شوه نو کله چې بیا ورا ددوی کورته لاړه اودخوشالۍ په ډزو یې پیل وکړ نو بسوګۍ ورته وویل چې ددې دملګرې نیا( انا ) مړه شوې ده او ترهغو چې څلویښتي یې نه وي تیره شوي نودا واده به نه کیږي .لنډه داچې هر ځل به چې دبسوګۍ د واده لپاره نوې نیټه وټاکله شوه نوبسوګۍ به پکې یوه نوې بهانه اوپلمه رامینځ ته کړه ،

دکلي خلک دبسو ګۍ دواده دټوپکو دډ زو سره دومره عادت شوي وو چې کوم ښکاري به ډزه وکړه او یا به دیوچازوی پیدا شواودخوشالۍ ډزې به یې کولې نو خلکوبه فکر کاوه چې نن دبسوګۍ واده دی او دهغې په خوشالۍ کې داډزې کیږي ، خو دبسوګۍ واده ترپایه ونه شو او همداسې به ځنډیده نو ځکه په خلکو کې متل پاتې شو او هره مو ضوع او مساله چې اوږدیږي نوخلک وا یي چې دبسوګۍ واده ترې جوړشوي دي ،دا متل اوس هم دپخوا په څېرپه پښتنو کې شته.

پخوانۍ ليکنه
نوې ليکنه
اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه