لیک: ډاکټر لطیف یاد
پوونده دافغانستان او پښتونخوا دپښتني کو چیانو هغو ډلو ته ویل کیږي چې دوی دخپلو څارویو او مالونو دپو ولواو څرولو تر څنګ په اووه لسمې ، اتلسمې ، نولسمې او دشلمې پیړۍ تر نیمایی پورې دغزني ،پکتیکا ، زابل او کندهاره منځني ایشیا ،بخارا او سمر قند ته ،
همداراز دایران مشهد او اصفهان ته او دکراچۍ ، بمبئي او کلکتي پورې دخپلو اوښانو ،آ سونو ،کچرو او خروپه ذریعه سفرونه کول او دافغانستان ځیني محصولات لکه وچې میوي ،خیني طبي بوټي او نورڅیزونه به یې هغوځایونو ته وړل او دهغه ځایونو نه به یې ډول ډول وریښمین ټوکران، ددیګ مسالي او نورتوکي افغانستان ته راوړل.
دغو پوونده سوداګرو دخپلو سوداګریزو کارونو دترسره کولو لپاره دڅو لارو نه ګټه اخیستله . ددوی یوه ډله دغزنی نه دکندهار له لارې ژوب ، دکاکړو سیمې او دګومل درې نه ځانونه دیره اسما عیل خان ته رسول او له هغه ځایه سند ، کراچۍ ، بمبئي او کلکتي ته تلل .
بله ډله به یې چې منځنۍ ایشیا ( بخارا او سمرقند ) ته تله نو دکندهار ه به یې خپل مزل پیل کړ ، لومړی به هرات او دبیا دترکمنستان دمروې له لارې یې ځانونه سمرقند او بخارا ته رسول .
دغه پوونده سوداګر کوچیان ډیر جنګیالي خلک وو.دوی له ځانونو سره وسله والې ډلې درلودلې چې په وسلو به سنبال او مجهز وو ، څو غله او شوکمار دوی ته کوم زیان ونه رسوي او له دوی نه ساتنه وکړي .همداراز دوی له ځانونو سره څیروونکي او داړونکي سپي هم درلودل چې ددوی دڅارویو ساتنه به یې کوله .
ددغو پووندوه وو هرکاروان به لږ تر لږه د۲۰۰۰ تنو په شاو وخوا پوونده سو داګرو نه جوړ و .ویل کیږی چې په افغانستان کې دټولو پوونده وو دوسله والو کسانو شمیر لس زرو تنو ته رسیده .هغه وخت چې پیرنګیانو دهند پر نیمې وچې ( پاکستان او هندوستان) باندې خپل راج او ځواک چلاوه نو کله به چې دغه پوونده سوداګر دبرتانوی هند ساحې ته نږدې شول نو انګریزانو به دوی بې
وسلې کړل او کله به چې بیرته دهندوستانه راستانه شول نو انګریزانو به ددوی وسلې ورته بیرته ورکولې .
دغه پوونده پښتانه سوداګر کوچیان زیاتره غلجي پښتانه وو او دپښتنو په دغو لاندنیو قبیلو پورې یې اړه درلودله : خروټي ، تره کي ، سلیمان خیل ،احمدزي ، نیازي ، نا صر، دفتاڼي او لواڼي .
کوچیان په پښتو لنډیو( ټپو) کې
مورې کوچیانو ته مې ورکړه
کنډک کنډک مستې به خورم غټه به شمه
کوچي اشنا سره مې سر دی
سحر شیدې ماښام مستې راته راوړینه
ما د کوچي له عمره ځار کړې
د سحري اور یې بلیږي دوی ترې ځینه
خدایه کوټې یې کنډوالې کړې
زما یادیږي د کیږدیو شمالونه
موټر دې خرڅ کړه اوښه واخله
د کوچي لور یم په جونګي مینه یمه
کوچی زما زه د کوچي یم
که مې د اوښ دپاسه وړي ورسره ځمه
د کوچۍ دا عادت مې خوښ دی
چې یاري وکړي بیا یې سرته رسوینه
شین خالۍ دومره شوخي مه کړه
دا کوچیاني کالي دې کلي ورانوینه
خیر که ساده پاده کوچۍ یم
په ډیرو ښکلو باندې ځان نه ورکومه
آواز مې شته جوړه مې نشته
لکه کیږدۍ د پښتنو ولاړه یمه
کوچۍ له رنګه غنمرنګه
که شي بدرنګه زه پرې خوښ یمه مینه.
کلی دې تا باندې آباد وي
موږه کوچیان یو سبا بل وطن ته ځونه
مورې کوچیانوکې مې ورکړه
چې تور اوربل مې دایبلندشمال وهینه
مورې کوچیانو کې مې ورکړه !
چې دایلبند شما ل مې زلفې خوروینه
د مخ دسمال واخله جانانه
موږه کوچیان یو سبا بل وطن ته ځونه
لالیه پاس کمره ته خیژه
د غره لمنې ته کوچیان راغلي دینه
ما د کوچي له عمره ځار کړې
چې تمامي عمر په لاره تیروینه
خدايه کوچيان په کوچ روان کړې
چې دا ښايسته بدرنګې ګډې وډې ځینه
باباکوچيانوته مې ورکړه
چې تورپېکی مې دنښتروبادوهينه
یارمې کوچی دی نه پوهیږي
د میټایو پر ځای یې کورت راوړي دینه
ه په کوچۍ لیلا مین یم
په جيب کې کورت په زړه غمونه ګر ځومه
بیا دکو چیانو کاروان راغی
مسته کوچۍ به بدرګه ورسره ځینه
جانان کوچی و، کوچ یې وکړ
ما یې خالي انګړ ته وکړل سلامونه
لیلا کوچۍ وه کوچ یې وکړ
نېستۍ یې پرېښول په خنجر وهلي زړونه
په کو چیاني ژوند مې خوشال یم
دخپلواکۍ بیرغ به ګوټ ګوټ ته دروړمه
قدم مې دروند داوښ په شان دی
زمري په شان عمر په غروکې تیرومه
د پسرلي باد او باران دی
کوچۍ د غرو لمن کې بوټي ټولوینه
کو چيان له خپله کبره خوار دي
په لس کلنو نجونوپيټي چلوينه
کوچى سړى به ميړه نه کړم
که د خېمې سپږې يې ټولې روپۍ شينه
ليلا کوچۍ وه کوچ يې وکړ
زه خوار مجنون يې تش په دښته پرېښودمه
جانان کوچی و کوچ يې وکړ
راته يې پريښودل دلۍ دلۍ غمونه
موري کوچی ته می ورنۀ کړئ!
زه به اوښان ساتم که ځان به جوړومه
یارمې کوچی و کوچ یې وکړ
پر ما لعنت کړې دکوچي یاري کومه
کوچۍ مي زړه ورسره يو وړ
تر پسرلي به بي زړګی ژوند تېرومه
کډي يي ځي شاته راګوري
زړګی يي غواړي زموږ دکلي ګودرونه
جانان کوچی و، کوچ یې وکړ
ما یې خالي انګړ ته وکړل سلامونه
موري کوچيانو له مې ورکړه
داوښ په شا به مې کابل ته خېژوينه
اوښان باريږي کوچېان لاړل
اوس به شپېلۍ د غره په څوکه غږومه
جانان کوچې و کوچ يې وکړو
په شایې پریښو دلدلۍ دلۍ غمونه
اوښان روان شول کډې بار شوې
کوچي جانان ته ورکومه رخصتونه
کوچۍ په نجونو کښې ښایسته ده
ټيټه یې ونه، تور پيکی، شنه یې خالونه
مورې کوچیانو کې مې ورکړه
چکۍ چکۍ مستې به خورم لویه به شمه
مورې کوچيانو له مې ورکړه
تروې تروې شومبلې به څښم چاغه به شمه
جانان کوچې و کوچ یې وکړو
ترشا یې پریښول په خنجر وهلي زړونه


