ويب ډيسک
عمران خان د خپل ګوند مشرانو سره د لیدو په مهال د قامي سلامتيا په اړه غونډه کې د اپوزيشن اتحاد د نه ګډون د اصولي پريکړې ملاتړ وکړو.
نوموړي د خبرو پر مهال وویل چې د پاکستان اپوزیسیون متحدین باید په ګډه ودریږي.
عمران خان د پښتونخوا په وروستي حالاتو هم غږیدلي، نوموړي ويلي د خېبر پښتونخوا په اړه هغه وويل چې په پوځي عملياتو سره به ترهګري ختمه نه شي.
پښتانه قومونه دې پخپله د جرګې د حکمونو په رڼا کې معامله وکړي.
نوموړي د افغانستان د مسئلې په اړه دا دریځ خپل کړ چې موږ دښمنان نه، بلکې وروڼه او ګاونډیان یو او د شخړو په صورت کې باید د خبرو له لارې د حل لاره ولټول شي.
د بلوچستان د مسئلې په اړه د بحث په مهال د هغه نظر دا و چې محمود خان اڅکزی او اختر مینګل باید په هغه سیاسي لاره روان شي چې جوړ شي.


