یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهننګرهار مرستيال والي وايي،تورخم لار به نن ورځ یوه بجه پرانیستل شي.

ننګرهار مرستيال والي وايي،تورخم لار به نن ورځ یوه بجه پرانیستل شي.

ویب ډیسک

د افغانستان د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی رسنيو ته ویلي، چې تورخم لار به نن ورځ یوه بجه پرانیستل شي.

 

د نوموړي په وینا پاکستانی لوری تورخم کې د افغان کمیسار ملا عبدالجبار حکمت سره په همدې تړاو جرګه شوی دی.

 

دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې د اسلامي امارت لخوا د تاسیساتو جوړولو په غبرګون کې پاکستان تړلې وه، چې څو وار په کې دواړو غاړو ترمنځ نښتې هم وشوې.

 

بل لور د پاکستان لخوا د جرګې مشر جواد حسین کاظمي هم ویلي، چې نن لس بجې یې د لارې خلاصون په تړاو له افغان کمیسار سره ناسته پیل کړې ده.

د پاکستان لخوا د دې لارې بندولو له امله د دواړو غاړو سوداګرو ته میلیونه ډالره زیان اوښتی دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه