ويب ډيسک
وروسته له هغې چې د تورخم پرانېستل کېدو په اړه شوې هوکړه ناکامه شوه، طالبانو پرېکړه کړې چې تورخم بازار د مومندرې ولسوالۍ ډکې سیمې ته انتقال کړي.
پاکستاني رسنیو د طالبانو له قوله راپور ورکړی، چې دا کار په تورخم کې د مېشتو خلکو د خوندیتوب لپاره کوي، څو پر ډیورنډ کرښه د احتمالي رامنځته کېدونکو نښتو له امله زیانمن نه شي.
تورخم بازار دغلته مهم سوداګریز ارزښت لري، خو د انتقال په تړاو یې طالبانو تراوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
تورخم کې د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ شوې هوکړه وروسته له هغې طالبانو ماته کړه، چې ادعا یې وکړه پاکستان له کرښې دې غاړې د نظامي تاسیساتو جوړولو اجازه نه ورکوي.
تورخم دروازه له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره پاکستاني لوري تړلې چې د دواړو غاړو سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان اړولی.
د تورخم له تړل کېدو سره سم د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ وسله والې نښتې شوې چې له امله یې دواړو غاړو ته مېشت خلک له ګڼو ننګونو سره شوي دي.
# #NGR #Afghanistan #Pakistan #Torkham


