دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine

کلیوالي طب

لیک : ډاکټر لطیف یاد
دډیرې مودې دمخه خبره ده یووخت مې دپښتورګو تېږه درلودله . دژمي شپې وي دیر یې په عذاب کړم ، داکټرانو ته ورغلم او دپښتورګي ایکسرې مې هم وکړه . په هغه وخت کې دکابل په میوند واټ کې دډاکټر هاشم کمال کتنځي ( معاینه خانه ) وه.هغه دیورولوژۍ متخصص اوماهر و.

. هغه راته یوډول ګولۍ ولیکلې خو ترډیرې مو دې پورې بیا ښه نشوم. نیا مې دې خدای وبخښی راته یې وویل زویه ډانکټر ما نکټر ته نور مه ځه زه به تاته دپښتورګې دوا در وښيم .زما دطب کلیوالي نخسه ( نسخه ) عملي کړه ښه به شې .

ما ته په خدایږو په زړه کې خندا راغله چې دا زموږ نیا دکوم ځای نه دیوناني طب درسونه لو ستلي دي . هغې راته وویل دجواروڅڼې یا څڼکې ( څوڼکې ) ، دالو بالو ډکي اودچارماغو ( غوزانو ) دمنځ نازکې پردې په چاینکه کې وایشوه هره ورځ یې درې وخته اوبه څښه ورسره هنډواڼه هم خوره، په لږو ورځو کې به نتیجه درمعلومه شي .

هماغسې مې وکړل .تیږه مې چې دپښتورګې او مثا نې ترمنځ په حالب کې بنده وه په کراره کراره یې حرکت وکړ او مثانې ته راغله اوګلاب مو پر مخ یوه ورځ دتشو باولو سره بهر ووتله.دارامۍ احساس مې وکړ او دردونه مې ارامه شول.

بیا مې ډیر وروسته یوه ورځ دهنددمشهور یوناني حکیم ارواښاد محمد اکبر ارزاني مشهور کتاب ( میزان الطب) لوسته نو دپښتورګي په برخه کې مې دنیا نسخه پکې وه .

وروسته پوه شوم چې پلار او نیکه به یې ښایی دا کتاب لوستلی و او دې ته به یې داکیسه کړې وي ،خونیا مې ژوندۍ نه وه چې ورته ووایم چې ستا نسخه مې دیونانی طب په یوه کتاب کې وموندله .

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه