یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهای سي سي افغانستان کې کرکټ د مثبت بدلون سمبول ګڼي او...

ای سي سي افغانستان کې کرکټ د مثبت بدلون سمبول ګڼي او دوام ېې غواړي

ويب ډیسک

د افغانستان د کرکټ په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا اعلامیه
د کرکټ نړیوالې شورا افغانستان کې د سیاسي بدلون نه پس د افغانستان د کرکټ او کرکټ بورډ د چارو او وضعیت څارولو دپاره یوه کاري کمیټه ټاکلې چې راتلونکو میاشتو کې به شورا ته خپل د ارزیابۍ راپور وړاندې کوي

اعلامیه زیاتوي چې ای سي سي افغانستان کې کرکټ د مثبت بدلون او ځوانانو د هیلو د دوام سمبول ګڼي او دوام ېې غواړي. د ای سي سي مشر وايی موږ د افغانستان د نوي حکومت سره د بورډ د غړو ملکونو په مرسته د کرکټ د نارینه او ښځینه ټیمونو د لوبو د ملاتړ دپاره کار کول غواړو

اعلامیه زیاتوي چې همدې روان کرکټ د دوام او پرمختګ دپاره غواړو د افغانستان د کرکټ بورډ له لارې بدلونونه راولو او ورسره حالات له نیزدې وڅارو او د شرایطو په اساس یوې حتمي پریکړې ته ورسوو

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه